شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهروسیه:د ط-انو واکمنيدو سره د داعش جنګیالي درې چنده زيات شوي

روسیه:د ط-انو واکمنيدو سره د داعش جنګیالي درې چنده زيات شوي

تاند( پنجشنبه ، د اسد ۶ مه) ‏‏د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په تازه څرګندونو کې ويلي، چې د طالبانو له بیرته واکمنيدو سره په افغانستان کې د داعش ډلې د جنګیالیو شمېر درې چنده زيات شوی دی.

کابلوف نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې پخوا د دوی د ارقامو له مخې په افغانستان کې دوه زره داعش جنګیالي موجود وو، خو اوس دا شمېر‌۶ زره جنګياليو ته لوړ شوی.

د‌ روسیې ځانګړي استازي دا هم ويلي، چې د داعش جنګیالیو تر څنګ د طالبانو له واکمنيدو وروسته په افغانستان کې د نيشه يي توکيو تولید هم زيات شوی.

د هغه په وينا طالبان خپله په مستقيم ډول د نيشه يي توکيو د تولید په زياتوالي کې ښکېل نه دي، خو له دغو تولیداتو څخه له پینځو تر شپږو ميليونو افغانان د خپل ورځیني ژوند اړتياوې تامینوي.

طالبانو د روسيې د ځانګړي استازي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلیږ خو مخکې ېې د داعش ډلې د سخت ځپلو خبر ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب