Homeخبرونهبلاول بوټو: نړۍ پر طالبانو نیوکې کوي، د بریاوو قدر یې هم...

بلاول بوټو: نړۍ پر طالبانو نیوکې کوي، د بریاوو قدر یې هم باید وکړي

تاند(پنجشنبه، د اسد ۶ مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي چې د افغانستان په اړه د تاشکند په کنفرانس کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللی، نن د پاکستان له باندنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره وکتل.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې دواړو خواوو د دوو هیوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او بشری همکاریو خبرې وکړې.

ښاغلي متقي له خپل پاکستاني ساري څخه وغوښتل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو د تګ راتګ او تجارت په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

متقي وویل، د اسانتیاوو د برابرېدو له کبله به هغه میلیونونه افغانان، چې لا هم په پاکستان کې کډوال دي، خپل هیواد ته د تګ راتګ امکان ومومي.

پاکستان هغه افغانان، چې پاسپورت نه لري، اجازه نه ورکوي چې خپل هیواد ته ستانه شي خو د اختر په شپو ورځو کې یې په موقتي ډول اجازه ورکړې وه چې د تذکرو په ښوولو هیواد ته ستانه شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې پر اساس، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول زرداري بوټو مولوي متقي ته وویل، «نړۍ پر تاسو نیوکې کوي، خو ستاسي د لاسته راوړنو هم باید قدر وشي.»

د طالبانو پر حکومت د نړیوالو او ډیرو افغانانو له لوري انتقاد کېږي چې نجونې یې له تعلیمه بې برخې کړي، ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي، د بیان ازادي یې محدوده کړې او بشري حقونه نه رعایتوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...