یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+قسم || زبیر افغان

قسم || زبیر افغان

پر یوه شي د ډېر ټینګار لپاره موږ قسم ته پنا وړو، د دې بل مثال زموږ په ورځني ژوند کې داسې دی لکه شاهد، د دې لپاره چې زما پر خبره اورېدونکي باور وکړي، زه د خپل بیان په یوه برخه کې دا ذکر کوم چې د دې خبرې یا کیسې شاهد پلانی هم دی، پخواني ولسمشر ښاغلي کرزي چې به په خبرو کې ویل: سپانتا صاحب شاهد دی، همدغه معنا يې در لوده چې خلکو ته يې خبره د باور وړ شي، پر خپله خبره د تاکید لپاره دا یو عام رواج دی.

قسم عیني شی دی، د خپلې خبرې د تاکید لپاره موږ د نورو لارو ترڅنګ دا دوې لارې هم لرو، که زما په خبرو، کارونو او د بیان په هر ډول طرز د مخاطب/مخاطبانو باور را نه شي، نویا شاهد وړاندې کوم، یا قسم کوم یا هم دواړه کارونه کوم.

البته زموږ د تجربې له مخې زموږ په ټولنه کې هغه کسان هم زیاتر قسم خواره وي چې زیاتره دورغ وايي، دوی په خپل ځان کې سره خوړل کېږي چې زما خبرې د خلکو زړه ته نه لوېږي، نو ځکه له هرې خبرې سره قسمونه کوي چې خلکو ته يې د باور وړ کړي، مګر د باور تر یوځل ماتېدو وروسته په قسم او تاکیدي جملو يې رغول ګران او سخت کار دی.

قران کریم د خپلو ادعاؤ د اثبات لپاره د ګڼو دلایلو ترڅنګ ځینې ځایونه قسمونه هم کړي دي، قران کریم یوازې د عظمت لپاره په یوه شي قسم نه دی کړی، نه د خدای په مقابل کې یو شی عظمت لري، بلکې هغه یاد شیان يې پر خپله مدعا شاهدان کړي دي، قران کریم ګڼ قسمونه کړي وي، د یوه شي بېلابېل حالات يې د مخاطب مخ ته ايښي وي، بیا يې ور پسې خپله مدعا را وړاندې کړې وي، نو دلته يې هدف دا وي چې که دغه شیانو ستاسو تر سترګو وي، دغه ټول کارونه په کېږي، دا هر څه يې د یوه منظم پلان او قوانینو له مخې وي، نو ایا تاسو فکر نه کوئ چې دغه مدعا هم ګران کار نه دی؟ که سخته وي، نو دغه یاد کارونه د دې شاهد دي چې کېدلای شي که نه دغه د شاهد په توګه راوړل شوي مثالونه څنګه امکان لري چې تاسو يې په خپلو حواسو درک کوئ هم.

تر دې وضاحت وروسته ښايي موږ هم پوه شوي یو چې زموږ قسمونه هم د شاهد په توګه دي، موږ چې په خدای قسم کوو، هدف مو دا وي چې که زه دروغ وایم، نو الله حاضر و ناظر ګڼم، هغه ته به يې څه ځواب وای؟ که داسې یو څوک په مجلس کې ناست وي، چې ستا دروغ در باندې اړوي، نو که څوک لیونی نه وي، دروغ هيڅکله هم نه وايي، نو الله تعالی تر بل هر شاهد ډېر لوی شاهد دی، له دې امله د هغه په حضور کې دروغ نه ویل کېږي، د همدې موخې لپاره موږ قسم کوو.

دا چې ځینې کسان په نورو شیانو قسم کوي، لکه: قران کریم، محمد رسول الله، یا دې ته ورته نور، دا که هسې د یوه عادت له مخې وي، ښايي ستونزه ونه لري، خو بیا هم دغه عادت بدلول ډېر بهتر دی، مګر که د هغه قسم په شان يې کاروي لکه په الله چې يې کوي، دا ناسم عمل بلکې شرکي عمل دی، ایله کول يې حتمي او ضروري دي. یوه حدیث کې د دې موضوع په اړه داسې لارښونه شوې ده:

«أَلَا إِنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ يَنْهَاكُمْ أَنْ تَحْلِفُوا بِآبَائِكُمْ، فَمَنْ كَانَ حَالِفًا فَلْيَحْلِفْ بِاللهِ أَوْ لِيَصْمُتْ».

په خپلو پلرونو له لوړې مو الله تعالی منعه کوي، که څوک لوړه کوي، نو په الله دې وکړي یا دې نه کوي.

حتا په یوه روایت کې ورته سخت الفاظ هم کار شوي دي، لامل يې همدا دی چې قسم د شاهد په توګه وړاندې کېږي، که څوک د عادت له مخې دا کار نه کوي، د رښتني قسم په توګه يې استعمالوي، نو دا کار بد دی، د یوه مسلمان په توګه باید حتمن له دې کاره ډډه وکړي. د قسم لپاره یوازې د الله نوم یا صفت یادول روا دي، که څوک په خبرو کې قسم نه کوي، ډېره ښه ده او که څوک قسم کوي، نو یوازې په الله دې کوي، له دې پرته بل څه د قسم لپاره انتخابول له ناسموالي سره د یوه مسلمان پر ناپوهي هم دلالت کوي. هیله ده خلک په دې برخه کې احتیاط وکړي، د قسم په اصل حکمت ځان پوه کړي او په دې برخه کې له غیر شرعي طریقې ځان وساتي.

۲۰۲۲/جولای/۲۸

۱)مسلم، کتاب الایمان، باب النهي عن الحلف بغیر الله تعالی،ح: ۱۶۴۶)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب