Homeخبرونهط-انو پاکستان ته د واخان د سپارلو تورونه رد کړل

ط-انو پاکستان ته د واخان د سپارلو تورونه رد کړل

تاند( پنجشنبه ، د اسد ۶ مه) ‏‏د طالبانو د دفاع وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د بدخشان ولايت د واخان سرحدي سیمه یې پاکستان ته سپارلې ده.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دوی پوځي چارواکو له یادې سیمې لیدنه کړې او هلته مېشت طالب سرتېري یې د هېواد له سرحدونو او ارضي تمامیت څخه د ښه دفاع له کبله ستایلي دي.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان د ستراتيژیکې څنډې او د پامیر پر لمن پروت ملي پارک ته څېرمه له واخان څخه د افغانستان د زمکنۍ بشپړتیا د پاکستان له خوا منځنۍ اسیا ته د یوه کوریډور د جوړولو د استخباراتي هڅو راپورونه ورکړل شوي او توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر مولوي شهاب الدين دلاور په یوه مرکه کې ټينګار وکړ، چې د افغانستان يوه انچ خاوره به هم دوی چا ته ورنه کړي.

له دې سره په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو له لوري یوه خپره شوې ویډیو څرګندوي، چې د طالبانو جنګياليو په بدخشان ولايت کې د ياد شوي کوریډور لپاره د پاکستان له لوري لګول شوې نښې او جوړ شوی څلی له منځه وړی دی.

ويل شوي، چې د طالبانو جنګياليو دا کار د دوی د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په امر کړی.

د واخان د‌ دغې موضوع په اړه د طالبانو ضد و نقيضو څرګندونو پاکستان سره په دې اړه د پټو معاملو په اړه د خلکو پوښتنې او شکونه زيات کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...