Homeخبرونهاقتصادي خبرونهازبکستان وايي، د مزارشریف - تورخم ریللار به په ۵ کلونو کې...

ازبکستان وايي، د مزارشریف – تورخم ریللار به په ۵ کلونو کې جوړه شي

تاند(پنجشنبه، د اسد ۶مه) د ازبکستان د ترانسپورت مرستیال وزیر چوریف جاسو وايي، د ترمذ – مزارشریف رېللار به په پنځو کلونو کې د کابل له لارې له پېښور سره وصل شي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه خبرپاڼه کې د جاسو له قوله ویل شوي چې د دې پروژې، چې ترانس افغان رېللار نومول کېږي، سروې به د راروان اګست په لومړیو کې پیل او د سپټمبر تر لومړیو بشپړه شي.

په تېرو کلونو کې د ازبکستان د ترمذ له سرحدي ښاره د افغانستان تر مزارشریف ښاره پورې رېللار جوړه شوې چې ۷۵ کیلومتره اوږدوالی لري. په پام کې وه چې دا رېللار د افغانستان له طریقه له ترکمنستان، تاجکستان او ایران سره وصل شي.

د ازبکستان د ترانسپورت د مرستیال وزیر په وینا، د سروې له بشپړېدو وروسته به د پروژې د عملي کېدو امکان وڅېړل شي او بیا به د داوطلبۍ له لارې جوړوونکې کمپنۍ ته وسپارل شي.

اټکل کېږي چې دا رېللار ۷۶۰ کیلومتره وي او د هغې لپاره به ۳۳ پُلونو او ۳ تمځایونو ته اړتیا وي.

د دې پروژې لګښت ۴ میلیارده او ۸۰۰ میلیون ډالره اټکل شوی دی.

د ترانس افغان رېللارې پروژه لومړی پلا په ۲۰۱۸ م کال ازبکستان وړاندیز کړه او د افغانستان حکومت یې هرکلی وکړ.

د افغانستان او ازبکستان د حکومتونو د مخکینۍ موافقې پر اساس ترانس افغان رېللار له مزارشریف ښاره، سمنګان، بغلان، پروان، کابل، جلال اباد او له هغه ځایه تورخم ته غځول کېږي

 د دې لارې د جوړېدو په صورت کې به ازبکستان د افغانستان له لارې د پاکستان د کراچۍ او ګوادر بندرونو ته خپل محصولات وړلی شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...