یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسلګونه کورني بې ځایه شوي خپلو اصلي مېنو ته ستانه شول

سلګونه کورني بې ځایه شوي خپلو اصلي مېنو ته ستانه شول

تاند (پنجشنبه، د اسد ۶ مه) د ختیځو ولایتونو سلګونه کورني، چې د جګړو له کبله یې پلازمېنې کابل ته پناه وړې وه، نن (پنجشنبې) بېرته خپلو اصلي مېنو ته وکوچېدل.

د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري وايي، د افغانستان د کورنیو جګړو له کبله میلیونونه افغانان په خبل هیواد کې دننه بې ځایه شوي او ډېری یې په لویو ښارونو کې دېره شوي دي.

یو این ایچ سي آر یا د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري وايي، د دوی په مرسته شاوخوا ۱۶۰۰ کورني بې ځایه شوي له کابل څخه په ختیځو ولایتونو کې خپلو اصلي مېنو ته ولېږدول شول.

د لغمان اوسېدونکي ۴۵ کلن سردار ولي، چې د تېر کال د اګست په ۱۵ د طالبانو تر واک ته رسېدو څو میاشتې پخوا کابل ته پناه وړې وه، فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«دا مې د خوشالۍ ورځ ده چې بېرته خپل کور ته ځم. سره له دې چې کور مو په هاوانونو لګېدلی او ویجاړ شوی خو بېرته به یې جوړ کړو.»

د کډوالو لویې کمیشنرۍ تر ۳۰ ډېر بسونه کرایه کړي وو چې ښځې او ماشومان پکې خپلو کورونو ته ورسوي او هرې کورنۍ ته یې ۲۰۰ ډالره ورکړل چې خواړه او نور ضروري شیان پرې رانیسي.

د دغو کورنیو اکثره په خیمو کې اوسېدې خو ځینو یې کورونه کرایه کړي وو.

دوی فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ماشومانو به یې پلاستیکونه ټولول.

یوې ښځې وویل:«زوی مې پلاستیک ټولول او مېړه مې بوډا دی، نور مو دلته ګوزاره نه کېده.»

په وروستي یو کال کې د افغانستان اقتصاد سخت خراب شوی او ډېر کسان، چې په لویو ښارونو کې یې کار درلود، نور کار نه شي موندلی.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ له اټکل سره سم، په افغانستان کې درې نیم میلیون تنه بې ځایه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب