یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+زما واخان!؟ / سنګروال

زما واخان!؟ / سنګروال

واخان لکه د هسکو غرونو ناوې،
چې تر ډېره بریده د سپینو واورو، واورین سالولا پرې غوړېدلی برېښي.
واخان د طبعي ښکلا له رنګینېو جوړ دی،
شمله شمله ګلبوټي داسې برېښي لکه یو بڼوال چې ورته مخ په لپو لپو پرخو وینځلی وي.
د واخان د چینو اوبه لکه د زمزم خوږو اوبو چې،
د سپینو شګو په غېږه کې لاره وکړه.
د واخان واورینې پاغوندې د هر زلمي نښتر په تندي داسې ښکاري،
لکه ذمبق ذمبق کشمالېیو چې د سپین مخي ګلاب،
له ګرېوانه سر راېستی وي.
زما واخان لکه د پانامې کانال غوندې د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته لاره کاږلی شي
او که د سویس کانال بېړۍ د سیندونو او سمندرونو،
په غېږه کې سړکونه جوړوي،
خو واخان د څلورو لارو هغه ځایګوټی دی چې دسیمې بیلا بېل هېوادونه سره،
نښلولی شي.
واخان د ورېښمو د لارې «رونسانس» دی، چې یو ځل بیا کولی شي د ویاړلي هېواد
دب دبه را غبرګه کړي.
موږ د سمندر له نعمتونو بې برخې یو، خو د غرونو او سیندونو څپاندې سرچنې مو تاندې او د ژوند له نعمتونو ډکې دي.
د واخان یو ګیلاس اوبه لکه د پیترولو یو ګیلن، چې د موټرونو په رګونو کې چلېږي
داسې زموږ د خلکو وینه او مینه ده،
«یو ګیلاس تېل، یو ګیلاس اوبه ،اوړه په اوړه منت یې په څه»
د واخان تړانګه لکه ستا د «هرمزتنګی» او زما هېواد ته د لوې او واړه اختر زیری راوړي.
د پامیر بام او د واخان تړانګه لکه زما د ننګونو شمله او دب دبه له ورایه ښکاري
زما څپه څپه هلمند او ستا لمبه لمبه اټوم، زما غرونه غرونه د کونړ سین
او ستا له سکروټو جوړې بټۍ،
ته په خپل غرور او بېباکۍ، زه د خپل ملت په تورې او اتلولۍ…ژوند کوم!!
زما واخان او زما ځان
زما لاس او ستا ګرېوان
۲۷ \ ۷ \ ۲۰۲۲ لندن

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب