Homeخبرونهد هلمند روغتون د وینې د تصفيې ماشین فعال شو

د هلمند روغتون د وینې د تصفيې ماشین فعال شو

تاند( جمعه ، د اسد ۷ مه) ‏‏‏‏د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي چې له کلونو وروسته یې په ‎هلمند کې د هیمودیالیز (وینې تصفیه کول) ماشین فعال کړ.

د چارواکو په وينا ،له دې وړاندې به هلمندیان اړ کېدل چې د سلګونو کیلو مټره واټن په وهلو د یادې معاینې لپاره کندهار یا کابل ته لاړ شي.

طالب چارواکو د دغه ماشين او فعالولو په اړه ېې نور جزییات نه دي ورکړي.

د دوی له واکمنيدو سره د افغانستان روغتيايي نظام له بد وضعیت سره مخامخ دی.

د دغه وضعیت دلیل دا ګڼل کېږي، چې د طالبانو حکومت نړيوال په رسميت نه پيژني او روغتيايي نظام سره ېې خپلې مرستې درولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...