تاند – د امریکا فضایي اداره ناسا وايي چې د ۳.۳۵ میلیارده ډالرو هلیکوپټر به د سپېسایکس شرکت د “فالکن هېوي” توغندي په واسطه د زحل تر ټولو لویې سپوږمۍ، تایټان، ته واستوي.
دا څرخکه، چې “ډراګن فلای” (بمبیرک) نومیږي، ټاکل شوې ده چې له لمر څخه ۱.۲ میلیارده کیلومتره لیرې امکان وڅېړي.
فالکن هېوي توغندی مخکې په بریالیتوب د “یوروپا کلیپر” پلټونکي او سایکي (Psyche) ستوربېړۍ په ترتیب سره د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ د اکتوبر په میاشتو کې فضا ته لېږدولي دي.
ناسا له سپېسایکس شرکت سره د فالکن هېوي ستور بیړۍ په وسیله د خپل هلیکوپټر د لېږلو لپاره د ۲۵۷ میلیون ډالرو په ارزښت قرارداد لاسلیک کړی دی، چې په دې کې د توغولو خدمات او په ماموریت پورې اړوند نور ټول لګښتونه شامل دي.
که هر څه له پلان سره سم ترسره شي، فالکن هېوي به د ۲۰۲۸ کال د جولای په درېیمه اوونۍ کې د “ډراګن فلای” پلټونکی، چې د یو موټر په اندازه دی، د زحل سیارې پر لور وتوغوي. دا پلټونکی به، چې اتومي ځواک به یې پرمخ بیايي، شاوخوا شپږ کاله وروسته په تایټان سپوږمۍ کې کښته شي او د دې سپوږمۍ مختلف ځایونه به وپلټي او وڅېړي.
ټایټان یوازې د خپلې اندازې له کبله په زړه پورې نه دی. په حقیقت کې، دا سپوږمۍ د متان په څېر هایدروکاربن لرونکي جهيلونه او سمندرونه لري او یوازینی هغه جرم دی چې له ځمکې څخه بهر پر خپله سطحه دوامداره مایعات لري.
عضوي مرکبات، چې د ژوند د جوړښت لومړني عناصر ګڼل کېږي، هم په دې سپوږمۍ کې په پراخه کچه موندل کېږي.
ځینې ساینسپوهان باور لري چې ښايي ټایټان ښايي د ژوند کولو وړ وي، او دا سپوږمۍ په خپله عجیبه سطحه او تر هغې لاندې سمندر په اوبو کې د مایع اوبو ډکه وي.
د “سنجاقک” هلیکوپټر د دې پوښتنو د ځوابولو لپاره ډیزاین شوی دی او ټاکل شوې ده چې د دې ناڅرګندې نړۍ په اړه نور معلومات وړاندې کړي.
ځینې ساینسپوهان باور لري چې ټایټان ښايي د ژوند کولو وړ وي، او ممکن د هغې پر سطحه او تر سطحې لاندې ډېرې اوبه وي.
د “بمبیرک” څرخکه د دې پوښتنو د ځوابولو لپاره ډیزاین شوې او ټاکل شوې ده چې د دې ناڅرګندې نړۍ په اړه نور معلومات وړاندې کړي.