ښوونکې په ډېر مهربانۍ او ښکلي انداز درس تشريح کړ او ځان یې مطمئن کړ چې زده کونکي يې په درس پوهېدلي دي، خو د عادت له مخې يې پوښتنه وکړه: څوک خو به پوښتنه نه لري.
يوه زده کونکي لاس پورته کړ او ويې ويل، زه يوه پوښتنه لرم.
ښوونکې ورته وويل: ويې کړه!
زده کوونکي وويل: تا لوړې زده کړې هم کړي، ښکلې هم يې او دنده هم لرئ، دا واده شوي ولې نه يې؟
ښوونکې نرۍ مسکا وکړه او ويې ويل:
د ښار په يوه څنډه کې يوه ښځه او خاوند اوسېدل چې خدای ج ورته پنځه لوڼه سر په سر ورکړې وې، او مېرمن يې په شپږم اولاد اميدواره وه. مېړه يې خپلې ښځې ته وويل چې که دا ځل دې لور پيدا شوه، نو يا يې درته وژنم او يا يې له کوره شړم.
د خدای ج کارونه وو، چې شپږمه يې هم لور پيدا شوه.
کله يې چې مېړه خبر شو، د شپې په تياره کې يې د خپلې مېرمنې له غېږې جينۍ بېله کړه او د يوه سړک په غاړه يې کېښوده چې څوک يې يوسي. مېرمن يې سهار وختي ورغله ګوري چې ماشومه چا نه ده وړې، بېرته يې کور ته راوړه، سبا ماښام ته يې مېړه بيا ماشومه يوړه او د سړک په غاړه يې کېښوده، خو د ماشومې مور ټوله شپه خدای ج ته په زاريو تېره کړه او سهار چې ورغله بيا ماشومه په خپل ځای کې پرته وه، اوه اته شپې دا کانې تکرار شوې، اخر يې پلار ماشومه پرېښوده چې له خپلې مور سره پاتې شي او لويه يې کړي.
څه موده وروسته ښځه بيا اميدواره شوه، خو دا ځل ورته خدای ج زوی ورکړ، د زوی له پيدا کېدو څه موده وروسته يې مشره لور مړه شوه، بل ځل بيا مېرمن اميدواره شوه، بيا ورته خدای ج نارينه اولاد ورکړ، خو دويمه لور يې مړه شوه، په همدې ترتيب هغې ښځې او خاوند ته خدای ج پنځه نارينه ماشومان ورکړل، خو پنځه واړه مشرانې لوڼه يې مړې شوې، يوازې شپږمه لوره او پنځه زامن يې پاتې شول.
څه موده وروسته هغه مېرمن هم مړه شوه، او خاوند يې يوازې پاتې شو، د هغه سړي پنځه واړه زامن په خپلو کارونو پسې لاړل، او اوس هغه بوډا سړی ډېر کمزوری شوی دی، او د يوه کس مرستې ته اړتيا لري، ترڅو د ده پالنه وکړي.
زه د هغه بوډا هغه شپږمه لور يم، نو ما د خپل پلار د پاللو لپاره واده ونه کړ، که زه هم ترې لاړه شم د ده پالنه به څوک کوي.
اوس مې پلار هر وخت زما په ليدو ژاړي او وايي چې زه څومره ساده وم، ما څومره ستره تېروته کړې ده، خو زه ورته وايم ته په دې کيسو پسې مه ګرځه خپل صحت ته دې پاملرنه کوه چې مريضي دې زياته نه شي.