سید خان
که موږ تاریخ ته وګورو، له هغه وخته چې انسان پردې ځمکه قدم اېښی، اختلافونه، جنګ جګړې او ځان غوښتنې هم ورسره پيل شوې خو له نیکه مرغه له دې ټولو سره سره بشر خپلې علمي لاسته راوړنې یو له بل سره شریکې کړې.
دغه علمي نوښتونه او اختراعات که د هر هېواد، توکم او قوم وګړو یا وګړي کړې خو تر ننه ټول بشریت ګټه ترې پورته کوي.
که بشر په خپل منځ کې یو له بل سره څومره اختلافات لري، هغه به وي، خو یو حقیقت دا هم دی چې سترګې نشي ورباندې پټېدای چې په دنیا کې موجود آفتونه، مرضونه، طبیعي پېښې، اقلیمي بدلونونه او داسې نور ټول د بشر ګډ دښمن دی او بشر اړ دی چې له دې شیانو سره په مبارزه کې یو د بل لاس نیوی وکړي او یو د بل نیمګړتیاوې پوره کړي.
که له دې خطرونو او افتونو سره د مقابلې لپاره هر پرمختګ او نوښت شوی نو دا علمي لاسته راوړنه بلل کېږي او ټول بشریت ترې له کوم توپير او امتیاز پرته استفاده کړې ده.
دغه راز په کومه اندازه چې آفتونه او پورته ذکر شوي موارد د بشر ګډ دښمن ګڼل کېږي او پروړاندې يې مبارزه اړینه او د بشر ګډ مسوولیت ګڼل کېږي، د ټکنالوژۍ په برخه کې هم هر هغه اقدام چې د بشر د هوساینې او بډاینې سبب ګرځي داسې نوښتونه هم بشر ته ګډ ارزښت لري، د بېلګې په توګه که پخوانیو زمانو کې خلکو له یوې سیمې بلې سیمې ته په پښو تګ راتګ کاوه، خو بشر وتوانېد چې موټر، الوتکه او نورې وسیلې اختراع کړي چې نن سبا يې ټول بشر ته ګټه رسېږي او ټول بشر ترې استفاده کوي.
همدارنګه نن ټکنالوژي دومره پرمختګ کړی چې د وړو چیپونو په وسیله ډېر لوی لوی کارونه کېږي نو دا ټول علمي نوښتونه ګڼل کېږي او بشر پرته له دې چې دې ته پام وکړي چې الوتکه چا اختراع کړې یا موټر چا اختراع کړې او… له ټولو عامه استفاده کېږي.
د بشر هیله او تقاضا دا ده چې علمي نوښتونه همداسې مشترک پاتې شي او که په راتلونکې کې هم دغسې لاسته راوړنې کېږي نو هېڅوک يې باید پر ځان پورې محدود نه کړي.
له څه مودې راهیسې دا موضوع په رسنیو کې ډېره ښکته پورته کېږي چې د چین او امریکا ترمنځ اقتصادي سیالي روانه ده او اقتصاد پوهان په دې باور دي چې دغه دواړه اقتصادي قدرتونه یو له بل څخه د لومړي مقام خپلولو په لټه کې دي.
سالمه سیالي د هر چا حق دی او نه یوازې امریکا او چین، بلکې د نړۍ هر هېواد حق لري چې د خپلو اقتصادي او علمي چارو د سمون او پرمختګ لپاره هڅې وکړي او له نورو سره سیالي وکړي.
خو دا سیالي باید سالمه وي، په دې معنا چې نورو ته دې د زیان رسولو هڅه ونه شي، بلکې خپل مسیر ته دې په اصولي لارو چارو دوام ورکړل شي.
که دغه سیالۍ له سالم مسیر څخه بهر شي او بشر د هېواد، قوم، ژبې او سمت په پام کې نیولو سره د نورو د علمي او اقتصادي پرمختګونو د مخنیوي لار خپله کړي نو دا به په بشري ټولنه کې ګډوډي رامنځته کړي او نه یوازې مشخص هېواد ته ، بلکې ټول بشریت ته زیان رسوي.
خبرونه دادي چې امریکا لا مخکې چین ته د خپلو چیپونو پر صادرولو بندیز لګولی او چين د امریکا د دې اقدام په غبرګون کې خپله د چيپونو تولیدولو ته مخه کړې او د چیني رسنیو د خبر له مخې چې په دې برخه کې يې د پام وړ پرمختګونه هم کړي دي.
خو امریکا د دغه نا انډولې سیالۍ په دوام کې پر هغو چیني تصدیو هم بندیزونه لګولي چې غواړي خپل هېواد ته چیپونه تولید کړي او تازه ویل کېږي چې امریکا ۱۴۰ چیني تصدۍ د خپلو بندیزونو په ليست کې شامل کړې.
په مقابل کې د چین د انټرنيټي شبکې ټولنې، د چين د موټرو صنعتي ټولنې او د چين د semiconductor صنعتي ټولنې او د چين د مخابراتي تصديو ټولنې په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي، چې امريکايي چيپونه خوندي او د اعتماد وړ نه دي او چيني تصدۍ بايد د دغو چيپونو د اخيستلو په اړه محتاطې واوسي.
پایله: هماغه شان چې مخکې وویل شول، د هستۍ په نظام کې یوازې انسان نه، بلکې ډېر مخلوقات ژوند کوي او ځینې مخلوقات د بشر ګډ دښمن دی نو په داسې حال کې هېڅ هېواد ته دا نه ده په کار چې د خپلو محدودو ګټو لپاره د نورو د پرمختګ مخه ونیسي او یا دې د بشر علمي نوښتونه او اختراعات یوازې تر ځان پورې محدود او نور ترې محروم کړي.