دوشنبه, مې 13, 2024
Home+د ماتیو ارنولډ ۲۰۱ کالیزه

د ماتیو ارنولډ ۲۰۱ کالیزه

تاند- له نن څخه دوه سوه یو کال پخوا د ۱۸۲۲ د دسمبر په ۲۴ مه د انګلیستان د ویکتوریايي دورې شاعر او کره کتونکی ماتیو ارنولډ (Mathew Arnold) د میډلسیکس په لالهیم کې وزېږېد.

دی په یوه کلتورپاله کورنۍ کې لوی شوی. پلار یې توماس ارنولډ نومېده چې د رګبي ښوونځي سرښوونکی او د تعلیم په برخه کې مشهور کدر ګڼل کېده. وروڼه یې ټام ارنولډ او ویلیم ارنولډ هم تکړه ادیبان او لیکوالان وو.

ماتیو ارنولډ یوه موده (۱۸۳۷) د خپل ښار د یوه لوی ښوونځي (رګبي) سرښوونکی و. بیا اکسفورډ ته لاړ او د بالیول کالج استاد شو. یوه موده یې د ښوونځیو د مفتش په توګه کار کړی.

ماتیو ارنولډ پر دې سر بېره چې شاعر او کره کتونکی و، د انګلیستان د تعلیم او سیاست په برخو کې هم فعال شخصیت ګڼل کېده.

ده ډېر شهرت د (Culture and Anarchy) یا کلتور او انارشۍ (ګډوډۍ) د اثر په خاطر ترلاسه کړی چې په ۱۸۶۹ کې یې کښلی دی.

ارنولډ ته کلچر د ټولنې د وضعیت په لوړولو کې تر ټولو مهمه وسیله ښکارېده.

د ارنولډ دنده داسې وه چې نورو اروپايي هیوادونو ته یې سفرونه ډیر کول. سفرونو د ده د تجربو له ډېرېدو او فکري ودې سره مرسته وکړه.

د بیلابیلو کلتورونو په اړه مطالعې او مشاهدې د ده د شعرونو، انتقادي او تحقیقي اثارو اساس شوې.

ارنولډ هیله لرله څه چې یې د نورو هیوادونو په سفرونو کې لیدلي له خپلو هیوادوالو سره شریک کړي او په دې ډول د انګلیستان خلک د خپلې سیمې له محدود کلتوره راوباسي او هغوی ته د جنوبي اروپا د زوړ کلتور د اغېز او د شمالي اروپا د رومانتیک کلتور د بروالي اهمیت ثابت کړي.

ارنولډ د ادبیاتو په تاریخ او د نظریو په تاریخ کې لوی نوم لري. د ادبیاتو د نقد او د ادبي نظریو په اړه ګڼې نظریې د ده د زیاتو هڅو نتیجه بلل کېږي او دا ټول کارونه ده په هغو وختونو کې کړي چې له رسمي کارونو به فارغه شو.

دی د ۱۸۸۸ کال د اپریل په ۱۵ مه د ۶۵ کلونو په عمر په لیورپول کې مړ شو.

د ماتیو ارنولډ یو شعر چې عبدالباري جهاني ژباړلی دی

 ترجمه: عبدالباري جهاني

  دایمي ژوندون 

چی له خپلو انسانانو مو زړه شین سي

چی د ژوند مو هر گړی راته ناورین سی

نو مو لاس وي له وحشی نړۍ پرېولی

 چی هر لوری ته یې مخ سي موږ منلی

هوسېږو ژوندانه د بل جهان ته

زړونه صبر فیصلو د شنه اسمان ته

چی هر څوک به په سزا هلته رسېږي

څوک چی دلته ښه دي هلته به لوړېږي

خو په بل جهان کی ستر قوي پوځونه

چی تل پایی باک یې نسته له ژوندونه

په څه سپک نظر به گوري زموږ پر لوري

چی مات سوي یو  زړه ماتي او کمزوري

که به دوی هم مهربان هغه زمان سي

په زړه سوي به یې نېکمرغه مظلومان سي

چی په ژوند کی مو لیدلي دي اورونه

اوس  درواخلۍ ساړه سیوري جنتونه

نه،نه!  اور د ژوندانه سي موږ ساتلای

 په دې اور سو موږ تازه پاته کېدلای

په دې زور سو له لحده پاڅېدلای

خو له سره ژوندون نه سو پیل کولای

او یوازي هغه څوک هلته پایېږي

د جنت پر کوثرونو به اوبېږي

چی یې مرگ نه دی منلی  په جهان کي

پاڅېدلی خروښېدلی په زمان کي

له سنگر څخه سنگر ته خوځېدلی

له بري څخه بري ته پاڅېدلی

د  طاقت له تنستې یې زړه اودلی

هر میدان یې په مړانه وي گټلی

هغه پاڅي تشوي به  کوثرونه

دایمی  به یې وي برخه له ژوندونه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب