دوشنبه, مې 6, 2024
Homeکالمونهقانعروسي یتیمان د امریکایي غلام بچه ګانو په رول کې/ عصمت...

روسي یتیمان د امریکایي غلام بچه ګانو په رول کې/ عصمت قانع

پر کابل یو ځل بیا خبیثه ارواګانې را غونډې شوې، له شماله تر جنوبه، له شرقه تر غربه ټولې هغه ککړې، خیرنې، بې ولسه، بې ادرسه، بې نامه، بې مقامه، بدنامه او ناکامه خبیثه ارواګانې چې په تېرو څو دېرشو کالو کې یې په افغاني قوارو، څېرو او جولو کې د وطن د مور پر پوړوني بهرني غشي وار کړي دي د افغانستان د واک او واکدارۍ پر ګدۍ د تسلط  په خاطر په پردو پرزو او پردو اشارو سره راغونډې شوې دي.

کابل دا څو ورځې د سیاست د کارتوني لوبغاړو د تمثیلي ډرامې سټیج دی، دغه لوبغاړي کارتونونه په ظاهره حرکت کوي، ښوري او د سټیج پرسر متحرک ښکاري، خو طبیعي افغاني روح نه لري او د نورو په مصنوعي اداګانو، حرکتونو او امرونو باندې خوځښت پیدا کوي.

تېر ماښام مې چې د محقق، عبدالله، دوستم، قانوني، امرالله او احمد ضیاء قوارو ته کتل د افغانستان پر بېوسۍ ژړا راغله.

هغه څېرې چې تر پرونه پورې د روسي تجاوز د پېنځم ستون په توګه په میدان کې لوبېدلې نن د ډیموکراسۍ او بشري حقونو د نړیوال شعار تر چتر لاندې د افغانستان د سرنوشت پر سټیج باندې په داسې لوبه کې د لوبغاړو رول لري، چې د افغانستان د ملیوني پرګنو له مېنځه شړل شوي دي، خو یوازې ډالري رنګونه او له بهر څخه را واریدېدونکي ماسکونه دي، چې په مصنوعي توګه په اصطلاح د دغو جهادي او مقاومتي رهبرانو خوړینو سږیو ته اکسیجن ورکوي.

په ۱۳۵۸ هه ل کال چې کله ببرک کارمل د روسي ټانګونو په ورا کې د افغانستان د واک په ډولۍ کې کښېناست، نو د حکمرانۍ په ۹ ورځ یې خبریالانو ته وویل، زموږ سترو دوستانو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره اقتدار له اکثریت څخه واخیست او اقلیت ته یې ور ولېږداوه.

هغه ببرک کارمل چې نه یې د افغانستان د خلکو په مېنځ کې ځای درلود او نه یې کولای شوای چې د افغانستان د خلکو په زور د یوې دقیقې لپاره هم د افغانستان د واک او اختیار د ترلاسه کولو تصور وکړي، هماغه ببرک کارمل په خپله ژبه د تاریخ یو بې رحمه اعتراف ته مجبور شو.

د ببرک کارمل د واک او اختیار قوتونه هماغه د (کي، جي، بي) د پېنځم ستون بانډونه وو، چې د افغان وطن د لوی اکثریت پرضد د ناروا عقدو او بېګانه پرستو دسیسو په حکم وجنګېدل او لا تر اوسه پورې د افغان وطن او افغان ولس پرضد د پردو نیتونو او پردو هوډونو جنګیالي دي، چې د جګړې هدف یې هم اجنبي دی او د جګړې ګټه یې هم د اجانبو په اکاونټ او بانکي صندوق کې جمع کېږی، نه د افغانستان د خلکو د سیاسی تاریخ په امیانۍ او بوخڅه کې.

وایي، تاریخ تکرارېږي، هو موږ په تېرو دوو پیړیو کې د تاریخ د تکرار لیونۍ او خندنۍ څپه لیدلې ده. زموږ پرسر ولاړ اسمان او زموږ پر لرغونې خاوره ولاړو غرونو، زموږ په شیلو او کندو کې بهیدونکو حادتاثي سیلاوونو، طوفانونو، تاړاکونو، چپاونو، زلزلو او خوځښتونو د تاریخ د تکرار لیونۍ نڅا لیدلې ده.

د بېګانه پرستو هوسونو او شهوتونو په ځګیروي کې یې د فاحشو او رقاصانو د ډمتوب اداګانې او ګډاګانې لیدلې دي.

د افغانستان د ژورنالېزم پلار محمود خان طرزي په خپلو خاطرو کې لیکي، پر کابل باندې د انګریزانو د یوې خونړۍ حملې په نتیجه کې کیوناري د کابل واکمن وټاکل شو. د کابل له جنوب شرق، غرب او شمال څخه د وطني مجاهدینو حملې پیل شوې. کیوناري او ورسره عسکر یې د کابل بالاحصار ته ورڅېرمه وسوځول شول. انګریزانو متقابلې حملې پیل کړې، کابل ته نورې لښکرې راغلې.

د افغانستان تاریخ د ویاړلو بریاوو او ترخو ماتو او شکستونو تاریخ دی. طرزي لیکي، انګریزانو هوډ درلود، د کیوناري د انتقام او غچ په بهانه د کابل پر کورونو او هستوګنو سیمو باندې د توپونو ګولۍ و اوروي.

نوموړی لیکي، موږ د انګریزانو د احتمالي انتقالي ناتار له ډالره تصمیم ونیو، چې ښځې او ماشومان د هغو خلکو کورنو ته ور ولېږو، چې د انګریزي تسلط لپاره یې د جاسوسۍ غړوندي غاړې ته اچولي وو، نور حال به په خپله د طرزي په خوله کټ مټ درته وړاندې کړم.

طرزي لیکي، موږ د یوه داسې کس کور ته د پناه لپاره ورغلو چې غیر پښتون وو، خپله طرزي وړاندې لیکلي: افتاب جهانتاب شعاعات نخستین خیره خون الود خودش را بر تالاقهای بلند ترین اسامالی و شیر دروازه  نو به پرتو افشانی اغاز نهاده بود که دفعتاً از دروازه حرم سرا یک زن بلند قد برقع سفید در آمده  و از زیر بغل یک دایره برآورده بنواختن بیت  (باداباد مبارک باد) که در مراسم عروسی و سنتی و غیره خوانده می شود به اواز بسیار بلند بخواندن شروع نمود، بلند شدن غزلخوانی این زن که مادر جبار نام داشت همان بود و بالا شدن پته های ارسی ها از هر طرف همان یک سه دانه ارثی بود. در مقابل زینه کفشکنی که قافله مادر آن است چون ارسیش بالا شد.

یک بی بی چاق پخته سالی که در پتو پیچیده و از هر طرف بر متکا های پر تکیه زده بود پدیدار ګردید با یک صدای غری فریاد بر اورد.

زود بګو چه خبر است مادر جبار؟ آه بی بی جان خوشخبریم بالای تان غازیها تازیها شکست خوردند، در تمام کابل یک نفر باقی نماند، وی مه نمیګفتم که این کولچکای پای لچکا از کجا و دولت برتانی کجا آخر همین میشد که شد، هزار شکر به این روز.

در این اثنا دیګر بی بی ها و کنیز ها پیدا شد، بی بی کلانرا که زن ولی محمد خان است تبریکها و مبارکباد ها میګفتند.

محمود خان طرزي یو بل ځای لیکي، انګریزي عسکرو چې به کله هم مجاهدین پیدا کول، نو د مجاهدینو په نامه به یې د بالاحصار په دار پورې راځړول.

هماغه تاریخ نن هم تکرارېږي، د جهاد او مقاومت په نوم د روسي لښکرو د پېنځم ستون جاسوسان اوس هم د مادر جبار دایرې ته نڅېږي او د جګړې اور یې د پښتنو په لمن کې ور اچولی دی. د ډیموکراسۍ په ډرامه کې پښتانه د جګړې په اور کې راګیر دي او د پنجشیر د پنځوس زره کسیزه ولسوالۍ اته تنه روسي یتیمان د افغانستان د دېرش ملیوني ټولنې د سیاسي تصمیم نیولو د ډګر امریکایي غلام بچه ګان دي.

له محور ورځپاڼې په مننې.

4 COMMENTS

  1. افغان ولس به د روسي غلام بچه ګانو څخه په امان سي،خو د پنجابي غلام بچه ګانو سر ډيره مشکله ده ،ځکه ټول مو د سترخان(دسترخوان)خلګ دي!!!
    قانع صاحب او ټولو وطنپرستانو ته سلام!بخښنه غواړم چي تر سلام مخکي مي کلام شروع کړ،ځکه چي دقانع صاحب په دغه لاندي جملو ګنګس سوم:
    ،،د جهاد او مقاومت په نوم د روسي لښکرو د پېنځم ستون جاسوسان اوس هم د مادر جبار دایرې ته نڅېږي او د جګړې اور یې د پښتنو په لمن کې ور اچولی دی. د ډیموکراسۍ په ډرامه کې پښتانه د جګړې په اور کې راګیر دي او د پنجشیر د پنځوس زره کسیزه ولسوالۍ اته تنه روسي یتیمان د افغانستان د دېرش ملیوني ټولنې د سیاسي تصمیم نیولو د ډګر امریکایي غلام بچه ګان دي.،،
    زه فکر نه کوم چي افغانان دي د اتو غلام بچه ګانو څخه ځان نسي بېغمه کولای،بلکي د دې غلام بچوو و شاته نړيوال نظامي سيسټم ولاړ دی.
    خو اوس حالت تغير کوي،امکان لري غربيان پوهيدلي وي چي بېځايه يې پر اقليتو حساب کړی وو،او دا دی ايران او روسيې د افغان اقليتو سره خپلي پخوانۍ اړيکي تمديد کړې ،چي دا هم د خپلو ليري اهدافو پخاطر…
    په افغانستان کي پښتانه هر وخت د پاڼ او پړانګ تر منځ وه او دي ، په هيڅ نظام کي يې غمخور پيدا نکړ،يوازي په جنګ کي پښتانه مخکي وي. چړچې خو هغه چا وکړې چي ځان د قومونو مشران بولي.

  2. اوس خو یو غښتلی ملي او اسلامي مقاومت هم موجود دی، نو تر څنګ یې ولې یو سولییز مقاومت هم نه پیل کوو قانع صیب، که یو ځواکمن سوله ییز سیاسی مقاومت رامنځته شي طالبان به هم د پردیو له اغیز ځخه وژغوري که خدای کول !، د ګوډاګیانو لمن پریږدئ او مقاومت راپیل کړئ، ومن الله التوفیق!

  3. د افغانستان لویه ستونزه پښتانه دي او د پښتنو لویه ستونزه په سیاست کې ناپوهي ده

    ملا عمر، حکمتیار او کرزی
    حکمتیار له خپل لوري د سولې پیغام را وړونکي استازي کابل ته ولیږل، کرزي بیغیرته ېې خبرو او غوښتنو ته غوږ ونه نیو
    طالبانو په قطر کې دفتر پرانیست کرزي ظالم او خونخوار د جګړې د دوام غم ونکړ یوازې د قدرت او د چوکۍ د ویش غم ورسره و چې طالبان ېې له سولې په شا کړل.

    د خدای په غضب ګرفتار شې و کرزیه! طالبان که هر چا سولې ته تیار کړي واست ستاسو مسؤلیت دا وو چې لدغه فرصت څخه مو په هر قیمت د جګړي او پښتون وژنې د بندیدو پخاطر ګټه اخیستې وای.
    مګر متأسفانه چې تاسو هم د شاشجاع لمسی یاست، ټول پښتون ټبر مو په اور کینولی دی یوازې ددې پخاطر چې سوله راشي او ستاسو په شرایطو برابره را شي.

    ډیر د افسوس ځای دی – پښتنو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب