جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهالجزیره: د تاوتریخوالي ډېرېدو د سولې هیلې کمې کړې دي

الجزیره: د تاوتریخوالي ډېرېدو د سولې هیلې کمې کړې دي

تاند(سه شنبه، د میزان ۲۹) په افغانستان کې وروستیو جګړو او تاوتریخوالي د سولې لپاره د خلکو هیلې کمې کړې دي.

الجزیرې انګلیسي په یوه راپور کې ویلي چې د سولې له مذاکراتو سره هم مهاله طالبانو په افغانستان کې په بېلو ولایتونو کې خپل تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

د سرچینې په خبره طالبانو په دې موده کې په کندهار، هلمند، فراه، بدخشان، کندوز او نورو ولایتونو کې سختې جګړې کړې دي او تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی.

سرچینه کاږي چې د تاوتریخوالي ډېرېدو سولې ته د خلکو هیلې کمې کړې دي او په دې باور دي چې ښایي جګړې تر ډېره ادامه پیدا کړي.

بل خوا د طالبانو ویاند ډاکټر نعیم بیا ویلي چې دوی نوي عملیات نه دي کړي، بلکې هغه سیمې یې بېرته نیولې چې ددوی تر کنټرول لاندې وې.

الجزیره وایي که بین الافغاني خبرې ژر یوې پایلې ته و نه رسېږي نو ښایي د جګړې میدان تود خو د خبرو میدان سوړ شي.

https://taand.net/%d8%b5%d8%af%db%8c%d9%82-%d8%b5%d8%af%db%8c%d9%82%d9%8a-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%a7%d8%b1%d8%a7%d8%af%d9%87/

تیره ورځ د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د طالبانو له لوري د هلمند او غور ولایتونو بریدونو ته په اشارې سره وايي، چې دغه ډله د افغان دولت او ملت له نیک او صادقانه نیت څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب