یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهعبدالله: د هرات-خواف رېل پټلۍ به د اړیکو نوی باب پرانیزي

عبدالله: د هرات-خواف رېل پټلۍ به د اړیکو نوی باب پرانیزي

تاند(سه شنبه، د میزان ۲۹) په څو راتلونکو اونیو کې به د هرات-خواف رېل پټلۍ ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په ایران کې له ایراني چارواکو سره دلیدنې پر مهال ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ باید د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې اړیکې پراخې او پیاوړې شي.

د هغه په خبره په څو راتلونکو ورځو کې به د هرات خواف رېل پټلۍ ګټه اخیستنې ته وسپارل شي چې دا به ددواړو هېوادونو ترمنځ بې مخینې ملګرتیا رامنځ ته کړي او سوداګري به په ټوله سیمه کې وده وکړي.

ایراني لوري هم ویلي چې دوی له بېلو لارو هڅه کوي له افغانستان سره ښې اړیکې ولري او ددغه هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

عبدالله داسې مهال دا څرګندونې کوي چې دوه ورځې وړاندې ایران ته د ځینو لوړ پوړو پلاوو په ملتیا تللی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب