Homeخبرونهیو تښتول شوی کس خوشې او ۷ تنه د مختلفو اختطافونو په...

یو تښتول شوی کس خوشې او ۷ تنه د مختلفو اختطافونو په تور ونيول شول

تاند( دوشنبه ، د سرطان دیارلسمه ) د طالبانو استخباراتي چارواکو په هرات کې د انسان تښتونکو له منګولو د يوه تن د ژغورنې خبر ورکړی.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، دغه کس نن سهار انسان تښتونکو تښتولی و، چې له تښتول کیدو څخه څو ساعته وروسته بيرته را خوشې شو.

ویل شوي، چې د ياد شوي کس تښتونکی هم نیول شوی دی.

په يو بل خبر کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي ، چې په پروان ولایت کې ېې پوليسو يوه شپږ کسيزه ډله د تښتونو او وسله والو غلاوو په تور نیولي دي.

 ‏په وروستيو کې بيا د طالبانو له لوري د تښتول شويو کسانو د خوشې کیدو خبرونه زیات شوي دي ، چې د انسان تښتونې پېښو زیاتیدل ورسره څرګندیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...