جمعه, مې 3, 2024
Home+افغانستان شخصي مېلمستون او لابراتوار نه، بلکې يو هيواد دى

افغانستان شخصي مېلمستون او لابراتوار نه، بلکې يو هيواد دى

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

نزدې نيمه پېړۍ کيږي چې افغانستان د څلويښتو مليونه وګړو د داسې ګډ کور په توګه نه مديريت کيږي چې حکومت يې د حکمراني کولو پرځاى  ولس ته ځواب ورکوونکى وي، د شخصي ګټو پرځاى ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړي، سرې او شنې کرښې ولري، بلکې کله يرغلګر او کله  حاکمې ډلې ولس لکه د غلامانو او  هيواد  د فتحه شوي خاورې او خپل خالص ملکيت په توګه د خپل د هوا او هوس، نيرنګونو او مانورونو په اډانه کې د پرديو لخوا کله د وسلو، کله هم د نظامونو د ازموينو لابراتوار او کله د نيابتي جګړو ډګر ګرزيدولى دى.

څوک ګرمو اوبو ته د رسيدو شيطاني حرص د کورنیو چاپلوسانو په دروغجنو ژمنو ليوني شول. دلته يې جنګي سازوسامان راوړ، افغانستان يې کنډواله کړ، خو ورک شول. ځينو دلته د نيابتي جګړو لوبه ګرمه وساتله، چا ورته د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم جګړه راوړه، موږ والو ورته د دموکراسي سندرې زمزمه کولې. موږ يې ووژلو، افراطيت ته يې ښه وده ورکړه، زموږ ارزښتونه يې ونړول، سيمه ايز استحکام يې ګډود کړ او وتښتيدل.

چا ورباندي د سوسياليزم  اقتصادي او سیاسي سیسټم د تپلو ازموينه وکړه. څوک  د ژبې قوم او سمت په غولوونکو شعارونو او وژونکو ويروسونو ورباندي خپله سياسي دوکانداري چلوي، څوک يې د فدرالېزم په پاروونکو شعارونو  ليلاموي، څوک يې د غربي ليبراليزم په ترازو کې د ازادي او بشري حقونو د تامین په نوم بازار ته وړاندې کوي، څوک يې هم  په ماضي کې د خپل ټولنيز محرومیت له امله د اروائي (نفسياتي) انتقام په اور کې ستي کوي او څوک د خپل مټکور ذهنيت په زانګو کې ورباندي د حکمراني تنده ماتوي. هغه څه چې د ټولو اړخونو ترمنځ د اشتراک نکته جوړوي د جنون ترکچې د واک  مينه ده.

په موږ کې د ملي ويښتابه او له هيواد سره د ژمنتیا کچه دومره ښکته ده چې د موخو پرځاى مو د مخونو په توصيفونو خولې ستړې شوې، نو د واک د حرص په تنور کې د سوځول شوې دغې جنتي خاورې ولسونه به ولې د خپل ځان د تباهي ننداره نه کوي؟ تر څو چې په خپل ځان کې د بدلون لپاره پياوړي اراده ونکړو . له بهر څخه د تپل شوي مشرتابه پرځاى له خپل منځ څخه راپورته شويو او ازمويل شويو مشرانو پسې اقتدا ونکړو، حال به ورځ تر بلې بدتر کيږي.

د اوسنۍ حاکمې ډلې د چارواکو په منځ کې د ځواک او امتیازاتو ترلاسه کولو حرص د پخوانيو رژيمونو له چارواکو څخه يې که کچه لوړه نه وي نو ښکته هم نه ده. فساد لا پکې راټوکېدونکى او په تيزي سره خپريدونکې ويروس دى چې د هغوى روحاني اړخ او ټولنیز باور له منځه وړي. له خپل ولس سره د چارواکو  چلن  له هيڅ ډول شاخصونو سره سمون نه خوري او نه هم په نړيواله کچه د اغيزمنو ولسي نظامونو په کتار کې ځاى لري. که د سمون لپاره اړين او عاجل ګامونه پورته نشي ستونځه مو نوره هم پيچلتيا ته ځي.

د دولتي جوړښت لپاره د اړينو بنسټونو او اساسي قانون نشتون، د مشروعیت نيمګړتيا، اهل افرادو ته د مسئوليتونو په سپارلو کې پاتې راتلل، دانجونو په زده کړو په برخه کې له دين او تمدن سره په ټکر کې تګلاره، د مخالفینو د حذف او په پريکړو کې د ولسي رول د ختمولو هڅې د داسې هيواد لپاره ځان وژنه ده  چې د موسمي بدلونونو، طبيعي پيښو او له ګڼو نورو سترو ننګونو سره هم مخ وي.

له نړۍ او خپل ولس سره د اړيکو څرنګوالى د ژمنو ماتول، ورځ تر بلې د ولس خرابيدونکى اقتصادي وضعیت په نړيواله کچه د هيواد بوږنوونکى انزوائي حالت او د چارواکو لاپرواهي هغه څه دي چې د پياوړى ايمان او ويښ وجدان خاوندانو خوبونه تښتوي او ارام يې له منځه وړي.

زده کړې زموږ ديني اصل، د ستونځو حل او زموږ د دوديزو او ټولنیزو ناروغیو د حل لپاره اب حيات دى. هغه ولسونه او سياسي مشران چې د انجونو د زده کړو په اهمیت پوهيږي په دغه تړاو پانګونه نه یوازې ديني، حقوقي او اخلاقي مسئوليت ګڼي، بلکې دا يوه حياتي اړتیا ګڼي.   دا د ټولنيز ذهنيت په جوړولو، د يوې سالمې ټولنې په رامنځته کولو، د ماشومانو د مړینې د کمولو، د زیږون د کچې د مديريت ، د مهاجرت د فشارونو په کمولو او د اقتصادي امکاناتو د خلاصولو لپاره تر ټولو ډاډمنه لار ده. متاسفانه د انجونو د زده کړو په برخه کې د اوسني رژیم د چارواکو غولوونکو ژمنو په ټولنه کې د علماو د معنوي اړخ  په صفر کې ضرب کړ او داسې زيانونه واړول چې بيا رغونه به يې خورا زيات وخت  ته اړتیا ولري.

موږ زيانمنونکى هيواد لرو او هر پردى په د خپلو مهرو په کارولو موږ ته ضرر رسولى شي. پرديو هيوادونو ته له ښکنځلو څخه هيڅ ګټه لاس ته نه راځي. راځئ په پرديو هيوادونو، د پرديو سفارتونو په دروازو او پولو کې له سپکاوى څخه د ځان ژغورلو په موخه د شونتیا تر بريده په خپل هېواد کې د حالاتو مقابله وکړئ!

که موږ نه غواړو هېواد مو د نيابتي جګړو ډګر د يرغلونو خاوره د ازموينو لابراتوار د حاکمانو شخصي ملکيت او فساد مرکز وي نو په ټولنه کې د زده کړو کچه لوړول له مصيبتونو او فاجعو څخه د نجات اړينه لار ده. حتمي نه ده چې زده کړې درته د دندو پيدا کولو تضمین درکړي. علم په خپل ذات کې عزت دى ابرو ده وقار او درنښت ده. زموږ ستره ملي نيمګړتيا د زده کړو ښکته کچه ده. په ناپوهه ټولنه باندې هر ډول استبدادي حکومت کولو ته توجيهات وړاندې کيداى شي. هر څه ورباندې تپل کيداي شي او د هرې ناروا په وړاندې يې د غږ پورته کولو جرئت ختميداى شي.

افغانستان د کوم شرکت يا فرد شخصي ميلمستون  نه ده چې د مالک د فکري ترجيحاتو پربنسټ څنګه يې چې زړه وغواړي وچلوي او موږ ولسونه ددغه ميلمستون په کرايه ميشته خلک نه يو چې که اسانتیاوې زموږ له مزاج سره سمې نه وي نو بل هوټل ته ځو. دا زموږ د څلويښت مليونه افغانانو ملکيت او ګډ کور دى. حاکمه ډله باید ځان په ولس باندې حاکم نه، بلکې ځان ځواب ويونکى او خادم وګڼي.

د ورانولو نړولو او ختمولو پرځاى د رغولو جوړولو او سمولو هنر زده کول زموږ اړتیا ده. که موږ د سياسي مشرانو په هکله د هغوى د فکري ځانګړتیاو، ايديالوژيکي تړاوونو، کړنو او بهرنیو اړيکو نوعيت ملي ګټو ته د ژمنتیا او د ملي ګټو په مخالفت کې د هغوى د ککړتيا د کچې په تړاو درګ ونلرو نو د يوه هوسا ارام او سرلوړي افغانستان هيلې به مو هغه تصور وي چې تحقق نه مومي.

2 COMMENTS

  1. سلام
    بیلکل افغانستن یو هېواد دی
    له ټولنې سره دالله ج ژمنه:
    په سوره النور کې (۵۵) ایة کې داسې فرمایی: وعدالله الذین ء امنوا منکم وعملوا الصلحت لیستځلفنهم فی الارض کما استځلف الذین من قبلهم ولیمکنن لهم دینهم الذی ارتضی لهم ولیبدلنهم من بعد خوفهم امنا یعبدننی لایشرکون بی شیا ومن کفر بعد ذلک فاولیک هم الفسقون.
    په دې ایة کې له هغې مومنې ټولنې سره چې دصالح عمل په ښکلا رنګینه وی الله ج دزمکې دخلافت ژمنه کړې ده ولې د یو داسې عمل نه چې دکرکجنی نامعلومې پرېکړې په زور دښوونځیو دروازې وتړی او علت یی هم نه لری.اسلام یوه بشپړه جهان بینی ده اوتل پرعدالت ،انصاف ، اعتدال اومساوات باندې تاید کوی خکه دغه عمل هم قوام دی او هم بقا دلته دیوه انسان فردی مسولی مرح کیږی ته بیا راشه دیوه نظام ملی مصالحو ، روا بطو او ضوابطو ته!
    تاریخ عینی شاهد دی موږ دلته دیرې ستونزې لرو چې غم یی باید وخوړل شی دغه ستونزې په ترتیب سره ډېرې ښې تحلیل کړی. که موږ خپلې نیمګړ تیا ومنو دا ومنو چې احساساتی هیاهو باندې چې هله« لیوه راغی!» دنظام ظرفیت او توان کته راولو. لکه فریدالله محمدی چې تل وایی «دحل لاره څه ده؟» موږ ډیر بخیل کرکجن خلک یو ددوه خرو اوربشې نه شو جلا کولی خوښکر مو له ابر قدرتونو سره ورته کړی. بیا دیوه مقام له ادرسه له بی بی سی شیطا نانو څخه ګیله کووداښیی چې زموږ پوهه چیرې ده . داسې نورې پټې او کاره ناستې ولاړې هم شته . خلک خو ړانده نه دی . یو شمیر کسان ډیر ماهر دی هر لوبه کی دمچ خاصیت لری تاسی ولیدل له کوم سورکی چې مټکور غنی ووت همغو خلکو رد اوبد پسې وویلې چې ده ته سکنی ول لکه حمدالله اوکرزی. بیسوادی او هغه هم دکابینی په کچه ناروغی ده داومنی .سواد یوازې لیکل او لوستل نه دی بلکې رسالت او مسولیت پېژندل دی .دافرصت او داغنیمت سمون غواړی اوس هم سروخت دی! وحید صاحب خوښ او ارام اوسی.

    • سلامونه نيکې هيلې او کره ارزونې ته مو د تحسين مراتب وړاندې کوم جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
      يقيناً همداسې ده موږ د احساساتو او جزباتو په توپانونو کې داسې ورک شوي خلک يو چې کله کله ځان هم راڅخه ورک شي. موږ ناکام بد مات شوي د نړيوالو د خندا او ملنډو مصداق ګرزيدلې يو. موږ هيڅ بهرنى دښمن نه دى مات کړى بلکې خپل هېواد خپل ولس او خپل کور مو وران کړى دى. که داسې نه وي نو دا څنګه مات شوي هيوادونه دى چې موږ يې خيراتونو ته ناست يو. لطف مرحمت او يوې خولې خندا ته يې هم وږي يو.
      په هر حال که موږ همدا اوس د بدلون او سمون لپاره مبارزه ونکړو ځانونه تيار نکړو ماضي خو مو وتړله خو راتلونکې کې به مو هم د غلامي ځنځير په غاړه کې شرنګېدلى پروت وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب