Homeخبرونهد علي وزير پينځم ضمانت هم ومنل شو

د علي وزير پينځم ضمانت هم ومنل شو

تاند:( سې شنبه، د عقرب څلور ويشتمه) د پيښور يوې محکمې هم د پاکستان پارلمان کې د وزيرستان د استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي علي وزير د په ضمانت خوشې کولو پريکړه کړې ده.

 دا پینځم ځل دی، چې پاکستاني محکمې د ښاغلي وزير د خوشې کیدو پریکړه کوي.

د علي وزير وکيل شعېب سدوزی وايي، چې پېښور محکمې علي وزير نه د ۱۰ لکه کلدارو غوښتنه هم کړې، چې دوی منلې.

علي وزير له 2020 راهيسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.

د هغه د خوشې کیدو بیا- بيا پریکړې تر اوسه د پاکستان پوځ رد کړي او هغه ېې نه دی خوشې کړی.

 علي وزير په خپلو ويناوو کې د پاکستان پوځ او د پښتنو خلاف ېې د وژنو او تباهۍ دسيسې نقد کړې وې، خو د پارلمان د غړیتوب باوجود پوځ بندي کړی او د خوشې کیدو مخنیوی یې کوي.

د ښاغلي وزير د خوشې کیدو لپاره تر اوسه په لسګونه ځله په مختلفو هېوادونو کې لسګونه زره پښتنو ملتپالو لاریونونه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...