پنجشنبه, سپتمبر 26, 2024
Homeخبرونهعمران خان هغه تور بیرته واخیست چې ګواکې حکومت يې امريکا نړولی

عمران خان هغه تور بیرته واخیست چې ګواکې حکومت يې امريکا نړولی

تاند:( سې شنبه، د عقرب څلور ويشتمه) د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان پر امريکا متحده ايالاتو له خپل هغه تور څخه بيرته په شا شوی، چې ګواکې حکومت يې وړ نړولی دی.

نوموړي فايننشل ټايمز ته په تازه مرکه کې د دغه تور په اړه له وضاحت څخه ډډه کړې او ویلي، چې له دې خبرو دې تېر شي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مريم اورنګ زيب په دې اړه ویلي، چې عمران خان د پاکستان ګټو ته له تاوان اړولو وروسته دا خبره بيرته اخيستې ده.

د عوامي نیشنل ګوند د پښتونخوا برخې مشر ایمل ولي خان له عمران خان څخه پوښتنه کړې :“ښه نو وس دا ووایه چې ستا حکومت چا ړنګ کړو”؟

د عمران خان په ګډون د پاکستان نيږدې ټول سياستوال تورن دي، چې د پوځ او استخباراتو په اشاره مخته ځي او وروستۍ څرګندونې يې هم د همدغو مراجعو تر فشار لاندې شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب