Homeخبرونهداوړ د پاکستان پارلمان کې؛ افغان کډوالو سره د ډالرو لپاره د...

داوړ د پاکستان پارلمان کې؛ افغان کډوالو سره د ډالرو لپاره د پسونو په شان چلند مه کوئ

تاند:(سې شنبه ،د عقرب څلور ويشتمه)‏‌ ‏د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او د پاکستان پارلمان کې د وزيرستان يوه استازي محسن داوړ په دغه پارلمان کې د وینا پر مهال افغان کډوالو سره د پاکستان په ناوړه چلند توندې نيوکې وکړې.

ښاغلي داوړ په خپله تازه وینا کې پاکستاني پارلمان ته وویل:«ټوله نړۍ له افغان کډوالو سره مجرمه ده، پاکستان کې ورسره د پسونو په څېر چلند کېږي، کله چې ډالر راتلل نو چلند بل ډول و، اوس بل ډول دی، د کډوالو لپاره د دولت کومه تګلاره نشته.»

ښاغلي داوړ د يوه بهرني سفر پر مهال څه موده مخکې وويل، چې د پاکستان پارلمان کې به د افغان کډوالو پر وړاندې د ناوړه چلند په اړه د يوې کمېټې د جوړولو هڅې وکړي.

په وروستيو کې د پاکستان له کراچۍ ښار او دغه راز په سپین بولدک دروازه کې افغان کډوالو او په خاص ډول ښځينه وو سره د پاکستاني ځواکونو د ناوړه او له بې عزتۍ د ډک چلند ویډیو ګانې رسنیزې شوي دي.

د دغه چلند له امله د پاکستان د حکومت تر څنګ افغانانو د طالبانو پر حاکمې ادارې هم توندې نيوکې کړي او ويلي، چې دا ورځ د دوی له لاسه په افغانانو راغلې او دغه اداره په ټولو هېوادونو کې د افغان کډوالو له دفاع څخه عاجزه ده.

د طالبانو اداری په دې اړه له فشارونو وروسته په دې اړه په کابل کې د پاکستان شارژدافیر ته خپلې غوښتنې اورولي او افغان کډوالو سره د ناوړه چلند د مخنيوي غوښتنه يې کړې ده.

1 COMMENT

  1. داور رښتیا وایي، چی له افغانانو سره باید د انسان په شان چلند وشي. خو پاکستان خپلو دروازو کې سپیان درولي، نو له سپیانو نه د انسانیت توقع نشي کېدئ. د طالب په کونې یې هم ور ښخ کړم په دې غیرت. دا خرکوسان ټول نرښځيانې دي. د غیرت دمه ترې وتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...