جمعه, اپریل 26, 2024
Homeجنرال وزیريسوکاله کورنۍ| دولت وزیري

سوکاله کورنۍ| دولت وزیري

کورنۍ هغه وخت سوکاله وي چې په سوکاله ټولنه کې يې شپې وي. دا هم څرګنده ده چې د کورنیو له یوځای کېدلو څخه ټولنې را منځته کېږي. که ټولنه له متمدنو، سوکاله او په خپلو پښو ولاړو کورنیو څخه جوړه شوې وي، بې له شکه به متمدنه او سوکاله وي.

په تېرو کې به د کورنۍ د ساتلو او پاللو مسئولیت یوازې د کورنۍ د مشر یا پلار پر غاړه و. ویل به يې:« یو يې ګټي او سل يې څټي».

تر ډېره پورې همدا دود و. ځکه چې هر څه ساده و، کورنۍ هم کوچنۍ وې او د ژوند وسایلو هم دومره پرمختګ نه و کړی.

  د وخت په تېرېدو او د ژوند د وسایلو په بدلون سره د کورنیو په ژوند کې هم بدلون راغی. د ژوند د ډېرو اړتیاوو له مخې دې شعار هم بدلون وموند چې د کورنۍ مسئولیت دې یوازې د کورنۍ د مشر یا پلار پر غاړه وي.

په مدني کورنیو او مدني ټولنو کې د کورنیو د ساتلو مسئولیت د ټولو غړو دنده جوړېږي. پلار، مور او اولادونه هر یو يې د کورنۍ په پاللو او سوکالي کې خپل مناسب رول لوبوي.

د دې تر څنګ د کورنیو په هوساینه کې خپل او خپلوان، د کورنۍ دوستان او ګاونډیان هم ستر رول لري.

د ژوند د وسایلو د ډیر چټک پرمختګ سره لیرې ګاونډیان هم د ټولنو حتی د کورنیو په ژوند کې خپل رول ادا کوي، ځکه چې د ځمکې تنابونه را لنډ او نړۍ د یوه کلي او یا يوې ټولنې شکل غوره کړی دی.

اوس انسانانو دا دعا له یاده ایستلې ده، چې ویل به يې:

«زه د اشنا دیدن ته ځمه

خدایه! رالنډ کړې دا د ځمکې تنابونه»

په اوسنیو حالاتو کې هغه کورنۍ سوکاله وي، چې د کورنۍ ټول غړي د خپل رول په اندازه د کورنۍ په پاللو او سوکالۍ کې برخه واخلي.

 پلار او یا د کورنۍ مشر د خپلې کورنۍ د نېکمرغۍ لپاره کار وکړي، ټولو اولادونو ته په یوه نظر وګوري او هر چا ته د خپلې وړتیا له مخې دندې ووېشي او د کورنۍ په نظم کې د کور له مېرمنې سره همغاړی وي.

 د کور مېرمن هم که کور خپل وګڼي او د کور په نظم او نېکمرغۍ کې د کورنۍ له مشر سره مرسته او د اولادونو په روزلو کې بشپړه برخه واخلي. اولادونه هم د پلار او مور خبرو ته غوږ کېږدي او هغه دندې چې د دوی په غاړه وي په سمه توګه سر ته ورسوي.

د دې تر څنګ د خپلو او خپلوانو سره ښې اړیکې او د یوه او بل په کارونو کې بېځایه نه لاسوهنه هم د کورنیو د نېکمرغۍ سبب کېږي. یوازې په خوشحالۍ يې خوشحاله او د درد او غم پر مهال يې مرستې ته ور ودانګي.

نږدې او لیرې ګاونډیان هم بې تاثیره نه دي، دوی هم که له بېځایه لاسوهنو ډډه وکړي او د خپلو شومو غرضونو لپاره د کورنیو ژوند له ستونزو سره مخ نه کړي. په دغه صورت کې ښکاره ده چې کورنۍ، ټولنه او په لویه کې هېواد به نېکمرغه او سوکاله وي.

همدغه اصول د هېوادونو لپاره هم صدق کوي. که د یوه هېواد مشر خپل ټول فکر او ذهن د هېواد د پرمختګ او هوساینې لپاره په کار واچوي، ټول ملت ته په یوه سترګه وګوري او هر چا ته د وړتیا له مخې دندې ووېشي، بې له شکه د يوې کورنۍ د مشر او پلار په څېر به يې خپله دنده سر ته رسولې وي.

حکومت او ملت هم د مور او اولادونو په څېر د هېواد په سمسورتیا کې رول لري. که حکومت او ملت هم د مشر خبرې ومني، هېواد خپل وګڼي او د یوه ملت په څېر عمل وکړي، له شخصي ګټو تېر شي، حتمي ده چې هېواد به سوکاله او نېکمرغه وي.

نږدې او لیرې ګاونډي هېوادونه هم یوازې په خپلو روا مرستو کولای شي، چې د یوه هېواد په سوکالۍ کې برخه واخلي. یوازې د اړتیا پر وخت خپلې مرستې ونه سپموي. د شومو او د دښمنۍ له سنګره عمل ونه کړي.

له بده مرغه زموږ په هېواد کې هر څه ګډوډ شوي وو. مشر او کشر په کې معلوم نه و. حکومت پر یوه خوا او ملت پر بله خوا روان و. هر څوک د خپل ځان باچا او یوازې د ښه شخصیت معیار د ډېر فساد کول وو. نږدې او لیرې ګاونډیانو هم څومره چې له لاسه کېدل د دښمنۍ او شومو غرضونو لاره غوره کړې وه.

همغه و چې هېواد مو څو پېړۍ شاته پاته شو.

د حل لاره په یووالي کې ده. که یو شو بریالي به شو او که یو نه شو ورکېدل حتمي دي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب