شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهژر به افغان محصلان د ریللارو په برخه کې د زده کړو...

ژر به افغان محصلان د ریللارو په برخه کې د زده کړو لپاره ترکمنستان ته واستول شي

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۸ مه) د افغانستان او ترکمنستان د ریللارې ادارو موافقه وکړه چې ترکمنستان ته د ریللارو په برخه کې د زده کړو لپاره د افغان محصلانو د معرفي کولو پروسه چټکه کړي.

دواړو خواوو پخوا په دې اړه موافقه کړې وه خو د افغانستان اوترکمنستان د ریللارې د ادارو استازو په خپله انلاین ناسته کې د معرفي شویو محصلانو د استولو د پروسې د چټکتیا او یو شمېر نورو پروژو په اړه خبرې وکړې.

د دوی په خپلو خبرو کې وپتېیل شوه چې د دوو هیوادونو تخنیکي ټیمونه په راتلونکو پنځو ورخو کې د آقینې – اندخوی ۳۰ کیلومتره ریللارې د پېلونو په اجرا کولو، له آقینې تر مزارشریف د ریللارې د رسولو او د تورغونډۍ پټلۍ د مالي حسابونو د تصفیې په اړه موافقه وکړي.

ترکمنستاني لوري ژمنه وکړه چې ژر به یو تخنیکي ټیم اقینې ته واستوي، څو له اندخوۍ ستیشن څخه د اندخوۍ مرکز ته له وړاندې د ډیزاین شوې ۱۰ کیلومتره پټلۍ د جوړولو په اړه پرېکړه وکړي.

افغانستان او ترکمنستان د تورغونډۍ او اقینې په بندرونو کې د ریللارې په وسیله له یو بل سره وصل دي او هره ورځ له دغو لارو تجارتي مالونه لېږدول – رالېږدول کېږي.

په وروستیو کلونو کې د ازبکستان ربللار تر مزارشریف ښاره وغځول شوه او دغه راز د ایران ریلللار تر هرات ولایت پورې غځول شوې او تمه ده چې ژر د هرات تر هوايي ډګره پورې ورسول شي.

ازبکستان لېوالیتا ښوولې چې خپله ریللارې د بلخ، سمنګان، بغلان، پروان، کابل، او ننګرهار له لارې په تورخم کې تر پاکستان پورې وغځوي. خو دا ډول سترې پروژې په افغانستان کې یوه رسمیت پېژندل شوي دولت ته چې د اساسي قانون او نورو قوانینو خاوند وي، اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب