سه شنبه, اپریل 23, 2024
Home+په ژوند د موټرو د زیاتوالي منفي اغېز

په ژوند د موټرو د زیاتوالي منفي اغېز

څېړنه او لیکنه: ډونالډ افلاریرډ
ژباړه: رحمت الله ابرار

له دې نه شو منکرېدای چې د انسان په ژوند کې د ترانسپورټي وسایلو ونډه خورا مهمه او پراخه ده، خو د افلایرډ دې څېړنې موندلې، څه ډول چې د جنایتونو کچې لوړېدل د یوې سیمې پر اوسېدونکو بد اغېز کوي همدا ډول د موټرو بیروبار او زیاتېدا په یوه ساحه کې ورته پایلې لري.

نوموړي چې په سنفرانسیسکو کې یې خپله دغه څېړنه ترسره کوله درې کوڅې یې تر څېړنې لاندې ونیولې چې کورونه یې یو شان او اوسیدونکي یې نسبتاً د ورته نژادي او اقتصادي حالت څښتنان وو.

کوځه:- په یوه ښار کې هغه عام سرک ته وايي چې دواړو غاړو ته یې کورونه او دوکانونه وي.

افلایرډ لومړۍ کوڅې اکتاویا ته د “عادي” کوڅې نوم ورکړ چې په ورځني ډول ۲ زره موټر ترې تېرېدل.
دوهمې ګاوف کوڅې ته یې د “منځنۍ” کوڅې نوم ور کړ چې په ورځ کې به تر ۸ زرو موټر پرې تېريدل.
دریمه کوڅه د فرانکلېن وه چې د افلایرډ په علمي اطلاح کې د “ګڼې یا زیاتې” کوڅه نوم ور کړل شوی و او د ورځې پرې ۱۶ زره موترو تګ راتګ کوۀ.

د فرانکلېن کوڅې د یو ساعت موټرو شمیر د اکټاویا د یوې ورځې سره برابرېدۀ. سره له دې چې د موټرو زیاتې ګڼې ګوڼې د کوڅې خلکو ته خطر و، لوګي، شور، خرابه هوا او د کثافاتو زیاتوالی یې یوه بله جدي ستونزه وه.
ځکه طبیعي ده په کومه سیمه کې چې د موټرو بیروبار زیات وي، نو د سړک د غاړې کورونو اوسېدونکي خپل مسولیت هم کموي او یوازې د کور تر دروازې کور پاکوي چې باندې ساحه د زیاتو کثافاتو لامل کیږي.
پر فرانکلین “ګڼې” کوڅې د موټرو شور او غږونو خلک خورا نارحته کړي وو. د کورونو کړکي، دروازې به اکثره وخت بند وې او ډېر د کورونو په هغه برخه کې اوسېدل چې د شور غږ به یو څه کمزوری و. هغه کورنۍ چې ماشومان یې درلودل لا مخکې له دغه کوڅې  کوچېدلې وې.

بل خوا د اکتاویا (عادي) کوڅې حالت په زیات توپیر لیدلی شو، د نوموړي کوڅه اوسېدونکو به د خپلو کورونو د مخ کثافات ټولول. نبستاً فرانکلین ته دا کوڅه ډېره پاکه او اوسېدونکي به د کورونو مخې په وړو چوکیو کیناستل، خپلو ګاونډیانو سره به یې کیسې او خبرې اترې کولې، ټولنیز فعلیتونه یې ډېر وو. د دغې کوڅې اوسېدونکو ملګري د فرانکلین د کوڅې تر اوسېدونکو درې برابره او ټولنیزه اشنايي او پېژندګلوي یې د دوی دوه برابره کېده.

د ګاوف “منځنۍ” کوڅې اوسېدونکو ویل، اوس دلته ژوند ورځ تر بلې بدرنګ او بې خونده کیږي، د موټرو زیاتوالي د خلکو پخوانی احساس وژلی، خلک تر کورونو محدود شوي. ځینو کورنیو خو موده مخکې خپل کورونه پرېښې او ډېر یې د پرېښودلو آراده لري، هغوی چې پر دغه کوڅه استوګن دي د موټرو له زیاتې ګڼې ګوڼې تر پوزې راغلي دا یې د ټولنې لوی احلال ګڼلی او ژوند یې ور ترېخ کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب