شنبه, جولای 27, 2024
Home+اوسني وخت کې د اوبو ارزښت

اوسني وخت کې د اوبو ارزښت

پوهاند بشیر دودیال

(د طبیعی منابعو د بحث اتمه مقاله)

د اوبو د اهمیت دا بحث د تیرو مقالو په ادامه دی. طبیعی منابع هره یوه یې خپل اهمیت لري. دا به مشکله وي، چې له ځینو برخو څخه یې سترګې پټې شي، خو بیا هم ځینی یې لومړیتوب لری، لکه اوبه. دا ځکه چی دا دژوند اصلی ماده ده. د اوبو اهمیت له هیچا پټ نه دی، بشریت اوبو ته په لاندی مواردو کی اړتیا لری:

د څښاک لپاره،
دڅارویو روزنی لپاره،
د کښت  او بوټو د روزنی لپاره،
د بیړۍ چلولو لپاره،
د کبانو او نورو اوبیزو ژویو او بوټو او سرچینو د ترلاسه کولو لپاره (لکه سفنج، مرجانونه  اونور)،
د بریښنا د تولید لپاره،
د صنعت دپروسې لپاره،
د هغو د څپو (tidal) لپاره
د فرخت او تفریحی سیمو د جوړول, لپاره ,
دپاکی او پریمنځلو لپاره  او داسې ډیرو اړتیاوو لپاره ، نو قران عظیم الشان په حقه سره فرمایی چې: ژوند له اوبو څخه دی.

د زمکې پرمخ، دځمکې لاندې طبقاتو(اکویفرونو) کې، د زمکې پرمخ (روانې اوبه)، دزمکې له مخ پورته په هوا کې دبړاس په بڼه، د غرونو  اودوقطبونوکنګل بڼه ټول هایدروسفیر جوړوي. د هایدروسفیر ډیره برخه  په لویو سمندرونوکې ده، آن  دا چې ویلای شو چې د زمکی د مخ په سلو کې اویا برخه اوبه  او پاتې په سلو کې دیرش وچه ده.

ستونزه دا ده چې تازه او خوږې (د استفادې او څښلو وړ) په ټول هادیرو سفیر کی ډیره لږ (په سلو کې یواځې دوه) برخه جوړوی. په  تیره بیا  سیندونه تر ټولو لږ برخه اوبه جوړوی. د سیندونو اهمیت ته په کتو سره پخوا کلونو کې یوه جلا علمی څانګه د ( Potamology)  په نوم رامنځته شوی وه، چې د وخت په تیریدو سره دغه علمی دسپلین اوس د نړۍ په پوهنتونو کې د (Rivers Studies) په نوم مطالعه کیږی، اوس Hydrology د  Potamography ځای نیولی دی .

اوبو ته اړتیا ورځ تربلې زیاته، خو متاسفانه د استفادی وړ او تازه اوبو( fresh water) اندازه او کیفیت مخ په کمېدو او خرابېدوی دی. له همدې امله نن ورځ اوبه اقتصادی ماده پيژندل شوی او د دوبلن کنفرانس د اوبو د استفادی اصول وښودل. سیاستوال وایی چی راتلونکی  جنګونه به په تیلونه، بلکی په ابو باندې وي.

افغانستان د جاری (د زمکی دمخ) د اوبو د کیفیت او کمیت له پلوه په ښه حالت کی دی (زموږ د اوسنیو معلوماتو له مخې)، خو د استتفادی او مدیریت کولو په برخه کی یو ډیر وروسته پاتی هیواد دی. د کرنی لپاره همدا اوس موږ یوه ثانیه کی ۱۱۰۰مکعب مترو ابو ته اړتیا لرو، دا په داسې حال کی چی د هیواد د کرنی وړ زمکی د ټول مساحت څخه صرف ۱۱٪ دی چی له هغی جملی صرف ۱،۷ میلیون هکتاره زمکه کرل کیږی، حال دا چی د کرنی وړ زمکو ساحه تر دی لا زیاته ده او کیدای شی ۵،۳ میلیون هکتاره زمکه تر کښت لاندی راولو ، خو متاسفانه تر کښت لاندی نده راغلی. یوشمیر زمکی مو شاړی شوی او نوری د کرنی له استعمال وتلی او د ښاری، مسکونی، صنعتی، خدماتی او نورو استعمالونو لاندې راغلی دی. له دی واقعیت څخه ښکاری چی د کرنی برخه کی موږ د اوبو او زمکی استفاده کی ناکام یاستو. موږ هریو د څښلو لپاره له زرمکعب متره  تر دوه زره مکعب مترو اوبو ته اړتیا لرو  چې اوسنی نفوس مو ۳۵میلیونه دی، نو د راتلونکی لپاره دا اړتیا هم زیاتیږی. هغه هیوادونه چی د فی نفر لپاره له   ۱۰۰۰مکعب متره یا ۲۷۴۰لیترو څخه کمی اوبه ولری، هغو ته د اوبو په کمښت اخته هیواد وایی. اوس په نړۍ کې ۲۶ هیوادونه د اویو په کمی اخته دی. سره له دی چی له فضا څخه د اوبو اندازه زیاته ښکاری، خو متاسفانه د استفادی وړ او خوږی اوبه ډیرې کمې دي.

زموږ هیواد کی د اوبو سرچینې له باران او واورو (ورښت) څخه پوره کیږي، چې دهغو له ۳۰٪ کار اخیستلای شو نورې ۷۰٪ یی یا په شګو کې ننوزی یا له هیواده بهر وځي. زموږ د جاری یا دزمکی پرمخ د روانو ابو اندازه یوه ثانیه ۷۰ـ۷۵ میلیارده مکعب مترو پوری ده، له دی سره یوځای ترزمکی لاندی اوبو اندازه مو هم همدومره یا تر دی لږ کمه ده.  تقریباً  دواړه د خوشحالی وړ مقدار دی. د بریښنا د تولید اود کرنیزو زمکو د پراخولو لپاره موږ له ۴۰۰ تر ۵۵۴بندونو پوری جوړولای شو چی دا ټول سروی شوی هم دي، خو متاسفانه موږ فعلاً ډیر کم د اوبو انحرافی او ذخیروي بندونه لرو، لومړنی بند د جبل السراج د اوبو بند دی چی د امیر حبیب الله خان پر مهال یی سروی وشوه، په  ۱۹۲۱م. کال کی د اعلیحضزت امان الله خان په دور کی جوړ شو او وروستی هغه د کمالخان بند و چی څلور کاله مخکی یی دریمه مرحله تکمیل او څلورمه یی چی د کانالونو غځول او کرنیزو زمکو ته د اوبورسول دي، پاتی ده. قوشتیپه کانال چی د اوبو بند نه لری، مګر د اوبو د استفادې یو ښه فرصت به وي، هم څوکاله مخکی  یی کار پیل او د۲۰۰۰شاخوا تخنیکی بیلابیل وسایل او ماشینری ورته موظفه شوی وه، خو اوس یی چاری ولاړې دي، په دی توګه د اوبو په سرچینو زموږ کار ډیر ځنډنی او ناکافی و. ترټولو غوره او ګټور بند د نغلو بند دی  چی ذخیروی او کنترولی رول لري او د بریښنا تولید یې ۹۷۵۰۰ کیلواټه دی چی څلور توربینونه لری. د درونټې د اوبو بند دبریښنا د تولید څخه برعلاوه څلور میکانیزه فارمونه خړوبوی او په زرګونو جریبه شخصی زمکو ته اوبه رسوی، نوربندونه لکه کجکی، سروبی، ماهیپر، پلخمری، بخش اباد، داله بند او نور هم لرو، خو د برېښنا د تولید یو شمېر توربینونه پرته له کوم بند څخه فعال شوی لکه د کونړ د بریښنا دتولید فابریکه او یو څو نور.

د اوبو د استفادی ډیر مهم مورد په کرنه کی دی. موږ کولای شو څلورنیم میلیونه هکتاره نوی زمکه تر کښت لاندی راولو چی دا به په استخدام او د کرنیزو تولیداتو په زیاتولو کی ډیر موثر اقدام وي. یواځې دهیواد جنوب(فراه، هرات، کندهار او هلمند) د نوی میليونه وګړو لپاره د غلی د تولید ظرفیت لري، په دې شرط چې ددغو سیمو سیندونه مدیریت شی.

بشریت له صنعتی انقلاب وروسته؛ او بیا د ساینس او تکنالوژی په پیړۍ کې  د علم او پوهې په ډګر  کی ډیرزیات بریالیبوبونه لری، ګڼ شمیر ناروغۍ اوس دعلاج وړ ګرځیدلي، ډیرو ته واکسین جوړ شو، حاصلات لوړ شول، د ژوند سهولتونه برابر او تکنالوژی دانسان په خدمت کې  ده، انسان د کیهان لرې څنډو ته ورسید، مکر د اوبو مهیا والی  یاwater availability هغه ستونزه ده چی بشریت ورسره د لومړی ځل لپاره مخامخ کیږی.

(د افغانستان دسیندونو او جاری اوبو وضعیت به وروسته توضیح کړو).

د طبیعی منابعو آفت | پوهاند محمد بشیر دودیال

8 COMMENTS

  1. زما دا ډول ليکنې ډيري خوښیږي. البته يو يو څو شميري دي چي ما ته غلطی ښکاري.
    تاسو ليکلي چې د زمکې پر سر د جاري اوبو اندازه په هره ثانيه کې د ۷۰ څخه تر ۷۵ مليارده مکعب متره ده. ماته دا مقدار ډير لوړ ښکاري. که تاسو کوم ماخذ لرئ، لطفاً راسره يي شريک کړي.
    دوهمه شميره چې اشتباه پکي ګورم د هر نفر د اوبو د اړتيا په اړه مو ليکلي ۱۰۰۰ مکعب متره يا ۲۷۴۰ ليتره. دغه شميره سمه نشی کيداي. يو مکعب متر = ۱۰۰۰ ليتره.
    ښه به وي که تاسو د لوستونکو سره ماخذونه شريک کړي شي.
    مننه
    🙂

  2. ترهرڅه دمخه السلام علیکم
    ښاغلی او معزز ورور م.و ډیر خوشحاله شوم چی زما ناچیزه لیکنه مو لوستی ده. دافغانستان د ټولو سیندونو جریان په ثانیه کی ثابت ندی ، خو په اوسط ډول پورته ښودل شوی، اټکل داسی دی چی تر دی به هم زیات وی. جالبه ده چی موږ خپل تحقیقات او ارقام نلرو یا بی اعتباره دی، خو د WAPDA اداری دا ارقام ښودلی . دافغانستان د اوبو د ملی کمیټې د ۱۳۹۹کال ګزارشات هم کتلای شی. دغه راز د علومو اکاډمی دافغانستان د اوبو په هکله یو مکمل کتاب چاپ کړی هغه کی هم په لږ توپیر سره دا ارقام شته، اما بیا هم په تاسف سره چی ډیر اعتباری ندی شاید د اوبو اندازه مو زیاته وی. افسوس چی موږ خپل ارقام نلرو او نه مو تحقیق کړی، د دی مقالی یو مقصد هم دا دی چی ددی په ارزښت پوه شو او ما په دی خپګان ښودلی چی د سیندونو د مطالعاتو او هایدرولوژی څیړنو کی ډیر وروسته پاتی یو. چی څه نلرو نو ښکاره خبره ده چی د نورو له ارقاموبه ی رااخلو یا به هیڅ باور ورباندی نه کوو. زه هغه وخت ډیر حپه وم چی میلادی اویایمه لسییزه کی صرف FAOزموږ د اوبو او یندونو په هکله یو راپور نشر کړی و او زمو سیندونه یی په دری حوزو کی ښودلی و وروسته بیا پنځه جوزی شوی زه پیشنهاد کوم چی شپږ حوزی دی وی او دا می تیرو مقالو کی ښودلی دی، نو خبره دا ده چی دی برخه کی مو کار ندی کړی ، داسی فکر وکړی چی هیڅ ارقام نلرو. ډیره منه او درناوی

  3. سلام
    اوبه دژوند یوه ډېره مهمه ،ضروری او حیاتی ماده ګڼل کیږی اوبه هغه عنصر دی چې هیڅ ډول کرکه نه منی او هرچاته میلاویږی په سمه محاسبه او احصایوی توګه یوازې افغانستان نه بلکې توله نړۍ ورته اړه لری .داوبو مقام او اهمیت علاوه له کیمیاو ی او فزیکی جوړښت څخه په شمسی او شهاب ثاقب نظام کې خانګړی ابزار لری چې اوږد بحث دی .خو له اوبو مخکې دژبې برخه هم دهمدې نسخې سم کارول دی که نه خپه کیږې.
    ۱:فرخت نه بلکې فرحت
    ۲:ابو نه بلکې اوبه/اوبو
    ۳:څییړنو نه بلکې څېړنو
    ۴:منه نه بلکې مننه
    ۵:جوزی نه حوزې
    ۶:حپه نه خپه
    ۷:لسییزه نه لسیزه
    ۸:بریالیبونه نه بلکې بریالیتوبونه
    ۹:tidal څپې نه دی داوبو جزر او مد دی حتی په هواکې
    ۱۰:زمکه /ځمکه په هرصورت

  4. د ښاغلی محترم دودیال صاحب ټولی علمی لیکنی د فیض او استفادې کانون ګڼل کیږی البته املائی غلطیانی به یوه عادی خبره وی چی حتی د انشټاین په لیکنو کی هم ممکن موجودی وې.
    اوبه نه یوازی مادی ارزښت بلکه په معنویت کی هم ځانګړئ ځای لری.
    امّا بله خبره:
    اوبه د متمدن او اکاډمیک او تکنولوژیک ( خو یاغی ) انسان لپاره نن سبا یو ستر چلینج او سخت ازمائښت ګڼل کیږی یعنی:
    دا به د نن ورځی ” مدعی ” انسان ته د خجالت او شرم خبره وی چی د خپل همنوع د نابودۍ لپاره د ډول ډول وژونکو وسلو د جوړولو او تولید او استعمال توان ‼ لری خو د خپلی کُرې د ۷۰% تشکیل سوی عنصر ( لویو سمندرونو ) د اوبو څخه ګټه نه سی اخیستلای. که ئې د ویرانوونکو وسلو د لګښت نیمائی برخه د لویو سمندرونو د تُروو اوبو د خوږولو په پروژې لګولای وای نو یقیناً د اوبو پر سر د راتلونکو جګړو مخنیوی به آسانه کار وای.
    د انسان لوږه د طبیعت د تندی محصول دئ ( که اوبه په عالمانه او منصفانه توګه مدیریت او د کښت او زراعت تنده ماته سی نو په حقیقت کی به انسان هم د لوږی او تندی د آفت څخه ژغورل سوئ وی ).

  5. غلام حضرت خان ورور دتاند اوږد مهاله تبصره کونکې تاهم تور لګولی او هم دې پرېکړه کړی هغه دا چې علمی ،اکاډیمیک ،او تکنولوژی درې واړه نصاب لری نه پوهیږم کوم یوه کې ته برابر راځې ؟
    زه دتا او پوهاند مخالف نه یم ما نه دی ویلې چې علمی لیکنه ده یا نه ده یا ته غلط وایی زه له تا څخه پو هاند ښه پېژنم وایی له ژرندې زه راغلم د مزد پوښتنه ته کوې!
    تا لیکلی انشټاین دا غلط دی ته په کوم استدلال غلط ته کریدیت ورکوی دانه المانی ژبه ده او نه بل څه.
    Das isn’t Ein Stein این د یوه او شتین دډبرې مانا ورکوی.
    دهغه دغلطی وړاندیز دې هم کړی هدف دادی چې موږ دغه فرهنګ نور لېرې کړو غلط ته غلط ووایو سم ته سم چې زه او ته نه لری . بله کومه ستونزه نشته

  6. قدرمن او عزتمن شریف زاد صاحب السلام علیکم !
    ” چې نه وایم؛ له غمه یی وایم ” . تاسو باور وکړئ چې موږ له اوبو سره دومره سرسري چلند لرو چې په ټوله نړۍ کې بل هیڅوک هم دومره بیغوره ندي. ټولو هیوادو کی د ښاروالیو له خوا لکه د برېښنا د میتر په شان اوبو ته میتر لګول شوی، خو افغانستان کی دا کار ندی شوی. نتیجه دا ده چی په تحت الارضی زیرمو زښت ډیر فشار راځي . همدا اوس ډیرې دبرېښنا پايي، یو شمیر دیوالونه او آن برجونه کاږه شوی، دا تر زمکی لاندی اوبو د ډیر استعمال نښه ده اوبیرته اوبه نشو چارج کولای، دا به یوه ډیره بده پایله ولری. نورو هیوادو کې ورته تدابیر شته؛ مثلاً د کار کوونکو په معاش کی یې ۲۰۰۰ اضافه والی راوستی، خو مقابل کی یی د اوبو دمصرف میتر ورته نصب کړ. په دی سره دغه کورنی مجبوریږی د اوبو استعمال کی احتیاط وکړی، داسی هم د پسرلنیو اوبو زیرمه کول او ډیر نور داسی تدابیر شته چی اوږده موده کی ستونزه ورباندی حل کیږی، خو موږ له دی ټولو بی خبره یاستو . شریف زاد صاحب باور وکړه چی د دی ډول بی تفاوتیو له امله سخت ځوریږم. دا لیکنی له مجبوری کوم. سبا به راتلونکی نسل ته ځواب نلرو. زه نه وایم چی ما غټه توره کړی، خو ایجاب کوی چی هم عام خلک او هم چارواکی نیمګړتیاوو او د اوبو اهمیت ته متوجه کړو. ستاسو توجه را اړوم : افغانستان ۲۶ روان سیندونه لری، د اوبو منابع یی ساری نلری، خو خلک تږی او کروندو ته د کښت لپاره اوبه نلری، اقلاً د هایدرولوژی مجهزه څانګه نلرو، لا اوس هم موږ واترشیډونه او د اوبخور حوزی په علمی اساس سره ندی ویشلی او نه مودی واضح کړي، نو څنګه سړی خپه نشی. اما کوښښ می کړی چی موضوع ډیره مسلکی او پیچلی نه کړم، بلکې یوڅه یی عام فهمه ولیکم. د طباعتی تیروتنو له امله بښنه غواړم. دا لومړی ځل دی چی ما خپله لیکنه دوهم ځل نده لوستی، علت دا دی چی زه دی وختو کی انترنت او لیپتاپ ته لاسرسی نه لرم . دا مشکل دوستانو ته معلوم دی، نوکله چی یو لپتاپ او انترنت مهیا شو دغه لیکنه می په یوه ساولیکله او ایسته می ایمیل کی ولیږله اوس ستاسو د لارښوونی سره سم متوجه شوم چی یوځای د (ح) په عوض (خ) لیکل شوی بل ځای (ن) هیر شوی، بل ځای د (خ)په عوض (ح) لیکل شوی او دوه ځایه (ی) تکرار لیکل شوی، خو دی یوه کی هم غلط فهمی نه واقع کیږی، هر لوستونکی د تیروتنې سره سره په مطلب پوهیږی، مګر بهتره ده (ځمکه) نه، بلکی زمکه ولیکو. ستاسو له یادونی ډیریه مننه.
    ډیر معزز او مهربان ورور ښاغلی غلام حضرت صاحب، السلام علیکم. ستاسو دایمی لطف او عالمانه پراخ نظرڅخه مننه کوم. تل مو زما په هکله لورېینه کړی او له مهربانۍ مو نه یم هیر کړی. په ځینو مقالو باندی ستاسو مبصرانه کمنتونه تل لولم او ډیر خوند راکوی، ډیریڅه ورڅخه زده کوم. ستاسو دا ډول یادښتونه خصوصاً ځوانانو ته ډیر ګټور دي . پورته لیکنه کې هم زه بالکل ستاسو له مانا ډکې یادونی سره موافق یم. همدغه څه زما په فکر کی ګرځیدل، خو د لیکلو توان یی راسره نه و. تاسو په حقیقت کې چلنج ډیره ښه درک کړی او د حل لاره مو ډیره ښه ښودلی ده ستاسو دبشردوستی احساس دستاینی وړ بولم. داسې الفاظ نلرم چی له دغی یادونې او لیکنی مو مننه وکړم. زه نه پوهیږم چی ستاسو لیکنه د کومی ورځې ده؟ خو نن ماته صرف د څو شیبو لپاره لیپتاپ او انترنیت مهیای شو نو که ورځې تیری وي، ما د ځنډ له امله معاف کړئ، معلومه نده چی ماته به بیا کله انترنیت او لیپتاپ راته مهیا شی، نو تر هغه وخته مو په پاک رب سپارم.
    قدرمن شریف زاد صاحب دا یادښت می لا لنډ ـ تنګ وخت کې په بدتره بیړه ولیک، د بیا کتو امکان یی نه و، که بیا هم دټایپ کولوتیروتنه وی، معافی غواړم، خو وعده کوم چی نوری مقالی به ترهغو نه لیکم ترڅو چی پوره وخت او وسایل مهیا نه وی. درناوی.

  7. دوديال درانه سلامونه او چاري مو ښي

    اوبه = ژوند
    تاسو يوه ډيره اړينه موضوع ياده کړي چي هغه نن په نړيواله ستحه کي د کليما له بدلون سره چيرته چي د خوږو اوبو منبع واري ، کنګل دجګو غرونو او بارانونه دي مخ په کميدا دي مستقيمه اړيکي لري. د تودوخي درجي جګوالی دادي اوس د ځمکي د دواړو قتبونو کنګل ويلي کوي کوم چي تاسيرات موږه او تاسو د ميډا له او رو تو وينو.
    واوري او کنګل دواړه يواځنی خزانه د اوبو ده چي افغانستان يي لري چي د تودويخي له ختر سره مخامخ دي فعلن دا ټولي د څښاک اوبه د دسندونو له لاري بهر ته ځي.
    زه دا ويره وينم چي يو وخت به د افغانستان په لوړو غرونو دا واوري او دا کنګل نه وي ، حتا دا اوس لا ناوخته دی چي دا پاکي اوبه وساتلي او علمي مديريت شي او په د برسير بايد دبارانونواوبوتههم بندونه جوړ اوډب شي چي له يوي خوابه د سيلابونو مخه ونيولي شي او له بلي خوا کروندي خړوبي او ځمکي د اوبو زيرمه هم جګه شي

  8. ډیر قدرمن او معزز ورور ښاغلی انډیوال صاحب السلام علیکم .
    ډیره مننه ستاسو له لیکنی څخه . بالکل همداسی ده ستاسو اندیښنه او رغنده نظر کاملاً پر ځای دی. دو رښت بڼې بدلون موندلی، پخوا به افغانستان کی د واوری وریدل د عقرب له میاشتی پیل او د حوت ترپایه به یی دوام موند او زیاتره ځایو کی به تر جوزا پوری په غرونو کی واوره وه . سپین غر او هندوکش به ټول کال واوره لرله، خو اوس اورښت کم شوی او هغه هم د ډیرو توندو بارانو په شکل. چی په دی ډول دسیلاوونو لامل ګرځی . اما زیرمه کیدل یی د واوری په شان ناممکن دی. اما د غرنیو تالابونو او بندونو خصوصاً ذخیروی بندونو جوړول ښه لاره ده. دا ټول د اقلیم د بدلون تاثیر دی چی ټوله دنیا او له هغی جملی افغانستان کی لیدل کیږی، دی سره د زمکی شین فرش او ځنګلونه هم او د سون د انرژی شکل او د ګلخانه یی ګازونو مقدار سیده اړیکه لری. درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب