راپور: اندزوال
دوشنبه د تلې ۱۸ مه ۱۴۰۱
د بغلان ولایت د سینمالوبغاړو د فیلمونو د تصویر اخیستنې او لوبغاړو په برخه کې د هیواد په کچه دریم مقام خپل او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي جایزو د پروګرام نقدي او غیرنقدي جایزې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ور وسپارل شوې.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هُنر او ادبیاتو عمومي مُدیریت په هڅو له بغلان ولایت څخه تر لسو زیات ادبي، هُنري، مطبوعاتي او سینمايي اثار د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي جایزو پروګرام ته نوماند شوي وو چې د فیلم د تصویر اخیستو په برخه کې سمیع الله هُنریار دریم مقام او دغه راز سهراب تګابي د فیلم د لوبغاړو په برخه کې دریم مقام خپل او د فرهنګی جایزو د پروګرام مادي او معنوي جایزې ورته وسپارل شوې.
مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د بغلان د اطلاعاتو اوکلتور ریاست رییس وايي، چې په بغلان ولایت کې په بیلابیلو فرهنګي، هنري، ادبي، مطبوعاتي او سینمايي برخو ګڼ کادرونه فعال دي او ټول په دې هڅه کې دي چې په اوسنیو شرایطو کې د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ خپلې چارې ترسره او هیواد ته د خدمت جوګه شي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هُنر او ادبیاتو عمومي مدیر نورګل اندړوال وايي، چې تیر شل کاله په بغلان ولایت کې د افغاني او اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره په فرهنګي، هنري، ادبي او سیمینايي برخو کې د حکومت له لوري د پام وړ کارونه نه دي تر سره شوي او اوس دوی ژمن دي چې دغه تشې ډکې کړي.
د هنري جایزو پروګرام هرکال د هیواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خلکو د فرهنګ ریاست له لوري ترسره کیږي چې لسګونه هنري، فرهنګي او ادبي څېرې ورته خپل اثار د فرهنګي جایزو د تر لاسه کولو په موخه نوماند کوي.