جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهنامعلومو وسله والو د افغان پولیسو یو پخوانی امنیه قوماندان په کوټه...

نامعلومو وسله والو د افغان پولیسو یو پخوانی امنیه قوماندان په کوټه کې وواژه

تاند (دوشنبه، د میزان ۱۸ مه) نامعلومو وسله والو د افغانستان د مخکیني حکومت د ملي پولیسو یو افسر عبدالصمد اڅکزی د بلوچستان ایالت په مرکز کوټې ښار کې وواژه.

عبدالصمد اڅکزی وروسته له دې ووژل شو چې په یوه ویډیو کې یې، چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوه، وویل:«د وطن خدمت مې کړی، اوس یې هم کوم، بیا یې هم کوم، چې په بدن کې مې یو څاڅکی وینه پاته وي، دغسي نه کښېنو.»

ده په دې ویدیويي پیغام کې د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز برید په کلکه غندلی دی.

عبدالصمد اڅکزی په دې ویدیو کې وايي چې پخوا د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ امنیه قوماندان و.

د کوټې پولیس وايي، دا پېښه پرون (یکشنبه) د کوټې ښار د مشرقي بای پاس په پرکاني سیمه کې هغه مهال وشوه چې عبدالصمد او ورور یې پر موټرسایکل سپاره و.

د پولیسو په وینا په دې پېښه کې د عبدالصمد ورور خوندي پاتې شوی خو د پېښې په ځای کې یو لاروی ټپي شوی دی.

د پولیسو پر اساس بریدکوونکي هم پر موټر سایکل سپاره وو او له بریده وروسته وتښتېدل.

پاکستاني پولیسو د عبدالصمد اڅکزي د دندې په اړه دقیق څه نه دي ویلي خو یادونه یې کړې چې نوموړی د کندهار و او د مخکیني نظام د ملي پولیسو قوماندان پاتې شوی دی.

پولیس وايي، د دې برید انګېزه ښايي شخصي دښمني وي. خو په عین حال کې یې ویلي چې عبدالصمد او ورور یې په کوټه کې په غیرقانوني ډول اوسېدل.

ویل کېږي چې عبدالصمد اڅکزی د کندهار پخواني امنیه قوماندان عبدالرازق اڅکزي ته نژدې و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب