پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد کندهار پخوانی والي توریالی ویسا هیواد ته راستون شو

د کندهار پخوانی والي توریالی ویسا هیواد ته راستون شو

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۸ مه) له بهر مېشتو افغانانو سره د تماس لپاره د طالبانو د حکومت ځانګړی کمیسیون وايي چې د کندهار پخوانی والي توریالی ویسا هیواد ته راستون شو.

توریالی ویسا د حامد کرزي په حکومت کې د کندهار والي و.

له بهرمېشتو افغان شخصیتونو سره د اسلامي امارت کمیسیون وايي چې ښاغلی ویسا د دغه کمیسیون د تماسونو او هلوځلو په نتیجه کې هیواد ته راستون شوی دی.

د کمیسیون غړیو د کابل په هوايي ډګر کې د توریالي ویسا هرکلی وکړ.

تر دې وړاندې لسګونه پخواني چارواکي د کمیسیون د تماسونو په نتیجه کې بېرته هیواد ته راګرځېدلي دي.

توریالي ویسا د کرنې او مالدارۍ په برخه کې په کاناډا کې لوړې زده کړې کړي.

ده یوه موده د کاناډا په بریټش کولمبیا پوهنتون کې استادي هم کړې ده.

ویسا د ۱۳۸۷ لمریز کال د قوس میاشتې په وروستیو کې د کندهار والي وګومارل شو.

تر ده مخکې جنرال رحمت الله روفي د ۳ میاشتو لپاره د کندهار والي و خو د احمدولي کرزي د مخالفت له کبله له دندې لاس په سر شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...