شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهمحب: په اوسني ډول د طالبانو رژیم نه شي پاییدلی

محب: په اوسني ډول د طالبانو رژیم نه شي پاییدلی

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۸ مه) د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار حمدالله محب وايي، په اوسني ډول د طالبانو حکومت دوام نه شي کولی خو اندېښنه دا ده چې له طالبانو وروسته به څه پېښېږي.

ښاغلي محب له عرب نیوز سره په مرکه کې وویل چې پوښتنه دا ده چې د طالبانو د حکومت له پرزېدو وروسته به افغانستان کومې خوا ته لاړ شی، د کورنۍ جګړې لور ته که د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو خوا ته.

د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار دا هم وویل چې د طالبانو په منځ کې ځینې کسان باور لري چې د دوی حکومت که په اوسني ډول کار ته دوام ورکړي، نه شي پایېدلی نو هغوی له نړیوالې ټولنې سره همکارۍ او جوړجاړي ته لېواله دي.

د ښاغلي محب په وینا د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې خلک ورځ تر بلې نهیلي کېږي او باوري دی چې که د خلکو ځپل په اوسنۍ بڼه دوام وکړي په وړاندې به یې خلک راپورته شي.

حمدالله محب چې له ۲۰۱۸ څخه د جمهوري مظام تر پرزېدو پورې (د ۲۰۲۱ د اګست ۱۵) د افغانستان د ملي امنیت سلاکار و، عرب نیوز تلویزیون ته په مرکه کې په ایران کې د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته د خلکو پاڅون ډوله مظاهرو ته په اشارې زیاته کړه:

«فکر کوم دلته (افغانستان) تر ایران خظر زیات دی، ځکه چې افغانان بدل شوي، دوی ډیر بدلونونه او ګڼ رژیمونه لیدلي او پوهیږي چې دا کار (د رژیم بدلېدل) ممکن دی.»

محب وویل، باور نه لري چې د ایران اعتراضونه به پر افغانستان مستقیم اغیز ولري او دې ته ورته ځینې مظاهرې مخکې لا په کابل کې شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار د جمهوري نظام د پرزېدو په خاطر امریکا، قطر او پاکستان ملامت کړل، ویې ویل چې دوی ټولو د جمهوري نظام په پرزولو او د طالبانو په بیا واک ته رسولو کې ونډه لرله.

«فکر کوم ډېره ملامتي شریکه ده. په موږ کې چې چا لوی مسوولیت درلود بې له کشه چې ډېره برخه یې لرله او ډیره ملامتي یې په غاړه ده. له طالبانو سره د امریکا مخامخ خبرو او له دغو خبرو د افغانستان د حکومت بې برخې کولو دا معنا لرله چې طالبان د پخلاینې اراده نه لري ځکه فکر کوم چې په ملامتۍ کې ټول شریک دي.»

محب په ځانګړي ډ‌ول د پاکستان په اړه ویل چې پاکستان له طالبانو سره خپل ملاتړ بد محاسبه کړی و، د پاکستاني طالبانو خطر ته یې پام نه و کړی.

محب له دې جلا له شمشاد تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د جمهوریت د مهال بیلابیلو مشرانو له طالبانو سره پټې معاملې کړې وې:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب