یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهدوستم: ترکیې زما او سياف خلاف د ط-انو ځانمرګي بريدونه شنډ کړل

دوستم: ترکیې زما او سياف خلاف د ط-انو ځانمرګي بريدونه شنډ کړل

تاند:( سې شنبه،د سنبلې ۲۹مه)‏ د افغانستان پخواني مرستيال ولسمشر او د جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم ادعا کړې،چې په افغانستان کې حاکمو طالبانو په ترکیه کې د ده او بل پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سياف د وژلو لپاره ځانمرګي بريدونه پلان کړي وو.

نوموړي ادعا کړې،چې پر دوی د طالبانو د ځانمرګي برید پلان د ترکېې اطلاعاتي شبکو کشف او خنثی کړی.

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دوستم په ورته وخت کې ويلي،چې طالبانو سره خبرې هیڅکله پایله نه لري او بايد میدان کې جګړه ورسره وشي،چې ده تیاری ورته نیولی او ژر به عملي کارونه پيل کړي.

د ترکیې حکومت او په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د دوستم او سیاف په ګډون ډېر پخواني سياستوال چې جنګسالاران ګڼل کیدل، ترکېې ته تللي او له هغه ځايه ېې د طالبانو خلاف د جګړې غږ کړی.

ډېرو افغانانو پر دوی له نیوکو سره ویلي،چې د‌ طالبانو سرسخت مخالف دي،خو د پخوانيو جنګسالارانو په محور د طالبانو په مخالفت نه را ټولیږي.

1 COMMENT

  1. بلی اجنبیانو افغانستان کښی داسی د افغان ملت ضد شرائیط رامینځ ته کړی دی چی داسی بی سواده وحشی قاتل کمونیست لکه دوستم د افغان ملت تباه کولو لپاره د قومی ، ژبانی تفریقو ژوندی ساتلو لپاره مسلسل غرمباړی ووهی تر څو چی دا وحشیان او وروسته ددوی زامن دافغان ملت تباهی لپاره فعال رول ولوبوی نو دداسی شرائیطو لاندی افغانستان ته ارامی نشی راتلۍ باید ملی افغانان په صدق سره متحد دغلامو کمونیستانو ، غلامو تنظیمونو او غلامو طالبانو پر ضد راپورته شی او دامضر مکروبونه باید د افغان ملت په ملاتړمحوه کړۍ شی!!!!
    دوه ورځی وړاندی یو بل کمونیست د حیدری تر نامه لاندی هم دخاموشی مضره ابلاغیه په افغان جرمن خپاره کښی
    کړی ده بلی کمونیستان بیا راژوندی کړ شوی دی

    ​ دا لاندی د نوموړی کمونیست غذبناکه قهر اظهار  په هکله (په افغان جرمن کښی ) :
    ع واحد حيدرى ته ، کله چی څوک د تاسی مردودو غلامو چپیانو او غلامو ساختګیو مذهبیانو وحشی خصلتونو یاده کوی نو بیا تاسی داسی د اعصابو خربیدو لعنتی ادعا پری کوۍ بلی د تاسو ظالمی او وحشی دوری کښی ډیر افغانان په همدی لعنتی عصبی خرابیدو ادعا سره له مینځه وړشوی دی  اودا اوس هم د تاسو ساختګیو مذهبی پلویانو له خوا دوام لری ، تاسی او د تاسی هم مسلکه باید اوس پخپلی اصلی بادار ټاټوبی یعنی روسیه کښی استوګنه درلودای او هلته به د کابل په شان  ؤدکا په لاسو کښی درلودای اما دا بی وجدانه چپیان او ساختګی مذهبیان نظر و اموختګی ته خپلی چټلی ‍‍‍‍څیری ډیر ژر بدلوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب