تاند:( سې شنبه،د سنبلې ۲۹مه) د طالبانو د حاکمې ادارې رييس الوزرا ملا محمد حسن اخند د خپلې کابینې په غونډه کې ويلي، د نوي کابل نقشې د بیا کتنې طرحه تصویب شوې او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د پلي کېدو لپاره يې پر وخت اصولي کړنې وکړي.
د طالبانو د اعلاميې له مخې،په دې غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده سپارل شوې چې د لغوه شویو ادارو د بې برخلیکه کارکوونکو نوملړ د زده کړو له درجې، رشتې او تجربې سره برابر او ټولو وزارتونو ته ولېږي، چې د خپل لزو مدید پر اساس د تعیناتو په برخه کې ترې ګټه واخلي.
په دغه ناسته کې د عامې روغتیا وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د روږدو د درملنې په برخه کې هغو معتادینو ته لومړيتوب ورکړي چې په زندانونو کې ساتل کېږي.
همدا رنګه د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمیسیون ته دنده سپارل شوې چې د سوداګرۍ او صنعت، اطلاعاتو او فرهنګ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او عامې روغتیا وزارتونو، د کابل ښاروالۍ او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې په مرسته د چاپیریال ساتنې ملي پالیسۍ مسوده باندې بیا کتنه وکړي او وروستۍ طرحه يې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
د يادونې وړ ده ،چې طالبان د خپلې کابینې د غونډې انځورونه او ویډیوګانې نه خپروي او له دې کبله یې منتقدین د ادعا شويو غونډو په اړه شک څرګندوي.