Homeخبرونهبلاول بوټو: روان ژمی به افغان بشري ناورين نور هم ژور شي

بلاول بوټو: روان ژمی به افغان بشري ناورين نور هم ژور شي

تاند:( سې شنبه،د سنبلې ۲۹مه)‏ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو له ځانګړي استازي ټام ويسټ سره په لیدنه کې د افغانستان په اړه خبرې کړي.

نوموړي ویلي،چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره طالبانو سره تعامل ضرور دی.

پاکستاني وزیر ادعا کړې،چې سوله ییز،باثباته او سوکاله افغانستان ېې د هېواد لومړیتوب دی.

پاکستاني وزیر په مختلفو بڼو دغه هدف ته د رسېدو لپاره د خپلو هلو ځلو ادعا هم کړې ده.

نوموړي په را روان ژمي کې د افغانستان د بشري ناورين د شدت په اړه انديښنه څرګنده کړې او ویلي،چې دا سناریو به د ډله ییزو مهاجرتونو او دغو مهاجرتونو څخه د ترهګرو ډلو او افراطیانو د استفادې زمینه برابره کړي.

معلومه نه ده،چې امريکايي استازي په دې لیدنه کې د يادو مسايلو په اړه څه ويلي.

د پاکستان افغان منتقدین دغه هېواد تورنوي،چې افغانانو سره د خواخوږۍ له تن تمثيل سره په همدې بشري ناورين کې هم افغانان له خوږې ګوتې نيسي، د ډبرو سکاره ېې په وړيا بيه رانيسي، خپله ويزه پرې په زرګونه ډالره پلوري او حتا د تداوۍ لپاره ورغلو افغان ښځينه وو سره ناوړه چلند کوي.

1 COMMENT

  1. سمرقند کې د شانگهای همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې ویل کیږي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته په ډاگه کړې چې د اسلامي امارت په اړه د اسلام اباد د سیاست څرنگوالی مسکو ته ډیر مهم دی.
    روسیه فکر کوی، امریکا او پاکستان د طالبانو په تضعیفولو سره داعش ډله پیاوړی کوی
    شنونکي وایي، د پاکستان لخوا امریکایي بې پیلوټه الوتکو ته لار ورکول او پر طالبانو او ظواهري عملیات د داعش د لیکو د پیاوړتیا باعث گرځي او دا کار د مسکو تشویش راپاروي.
    د امریکایي شنونکو په وینا روسیه باور لري چې د پاکستان د ISI اداره په کابل کې د روسیې پر سفارت د داعش ډلې له بریده هم خبره وه خو مسکو ته یې اطلاع نه وه ورکړې.
    کابل نیوز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...