Homeخبرونهد کورنيو چارو وزارت د ډبرو سکرو تدارکاتي پروژه يوې مېرمنې ته...

د کورنيو چارو وزارت د ډبرو سکرو تدارکاتي پروژه يوې مېرمنې ته ورکړل شوه

تاند:( سې شنبه،د سنبلې ۲۹مه)‏ د طالبانو کورنيو چارو وزارت اعلان کړی،چې د ډبرو سکرو تدارکات ېې د نوبهار افضلي په نوم یوې کمپنۍ ته ورکړی.

سرچينه زياتوي،چې د يادې کمپنۍ مشره یوه ښځینه سوداګره ده.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت وايي،چې د سوداګرې مېرمنې کمپنۍ په ازاد رقابت کې ياده تدارکاتي پروژه ګټلې ده.

يو شمير خلکو د طالبانو د دغه اعلان هرکلی کړی او د دوی د نرمښت څرک ېې ګڼلی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر مولوي سراج الدين حقاني دی.

ځينې سرچينې ادعا کوي،چې ښاغلی حقاني او په ټوله کې د ده په مشرۍ د لويې پکتيا طالبان د پخواني جنګي شدت باوجود اوس نرم دریځه دي او د ښځو د حقونو د ورکړې تر څنګ د ټول شموله حکومت او نړيوالو سره د تعامل طرفداري کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...