محمود مرهون
او د جنت په منځ کي
د یوې چینې و خوا ته
ایپيي فقیر پر یوه لویه پرښه
د ملخي توپکه سره
چورتمن ولاړ دئ
نن دا دریمه ده
چي ده ته ویل سوي
یو برېتور بچی دي
د وزېري څنډو له لوړو لتو
ستاسي پر لور د راتلو نیت کړی دئ
فقیر چورتو کي غرق دئ
لوڼی او عثمان کاکړ
له بله لوري را ښکاره سوه
لږ مسک غوندي دي
وزیر غوصه دئ او په قهر غوندي لحن
شل ډزی په لاس او څوڼې باد اخستي
فقیر ور وکتله
ول ځلمو بیا څه چل دئ
کاکړ مسکۍ سو
ول بابا وزیر دلته هم
د رنجیت سینګ په اولودو پسي کمري ګوري
د ده لا خیال دئ
چي جنت کي به هم
د دوی له لاسه
پښتون ښه ورځ نه لري
فقیر په تروه ټنډه و ویله
وزیر پړ مه بولئ
وزیر پر حق دئ
همداسې بولی
او زه هیڅ نه پوهېږم
چي دا ولس به کله بیا پاڅېږي
بل برېتور په خپلو وینو لت پت
بیا د رنجیت سینګ اولدې
د ژوند له پوره خلاص کړئ
زې د قدمونو انګازه اورم
زموږ پر لوري راځي
شېبه لا تېره نه وه
له یوه لوري
د درانه ټوخي اواز راغی
ها ابدالي شاهنشاه له څو
ښایستو او لویو لویو مټور شاه ځلمیو سره
د دوی پر لوري راغلی
او د فقیر ایپیي له خبرولو وروسته
بیا په چورتو کي غرق سو
ول ته صبر دا جرګه غواړي خبري غواړي
په دې بچیو باندي څه و سوله
په دې ځلمیو باندي څه و سوله
لوڼی مسکۍ سو په مسکا کي یې
سترګي سرې واوښتې
ویل بچي چیري وه
ځلمي چیري وه
ټوله لګیا دي
څوک د روس
او څوک د چین
او څوک د سپیني ماڼۍ
و پروژو ته ګوري
بابا له قهره توره وکښله او چغه یې کړه
په دغه توره مي
ډهلی او اصفهان رایت کړل
دا روسیه، دا امریکا او دغه چین
خو له سره نه وه
بیا په قهر ږغ کړه
ها شاه زمان هله په منډه ولاړ سه
هله الاکه و نیکه بابا ته
و وایه چي دلته یوه جرګه را بولو
ګوره تیموره
ته خټک پیداکړه
هغه زمری او زمریالی خټک چي
د افغان په ننګ یې توره تړل
د یوسفزو پلټني او د خټکو او وزیرو شاه ځلمي خبر که
دلته جرګې ته راسئ
او شاه محموده ته پیربابا ته ورسه
هغه روښان پیر د تیار دښمن وو
زموږ رهبر او زموږ سر لاری بابا
…
او لږ شېبه وروسته پیربابا او
سپین ږری نیکه
ها د هوتکو مېر او د افغان د ناموس ملاتړی
ستر میرویس خان هم را و رسیدئ
…
دا دئ ځلمی راغلی
مست ځلمی دئ
غټ غټ برېتونه د زمریو په څېر
څڼي یې باد اخستي
ککرې ماته ده مګر دی موسک دئ
په خندا ګوري و هر یوه ته
پر سر یې سره منظورۍ
او پر سینه یې د ملت بیرغ ټمبلی
په فخر او ویاړ
د تور، سور او زرغونه بیرغ نښان یې پر ټټر ځلېږي
کمیس یې هم د وطن بیرغ دئ
تور یې تاریک دئ ښه پوره تیاره دئ
لکه د خپل ملت د تور برخلیک
له سره یې ویني څاڅي
دا د لږ وخت ویني نه دي
نږدې یوه پېړۍ سوه چي همداسي بهېږي
درېده نه لري
زرغون یې تت دئ لکه د دې ولس ورک سباوون
او له روغبړه وروسته
پیر بابا ږغ پر وکړئ
وایه ځلمیه وایه
اې ګیله منه ګله څه کیسې دي؟
زما د ولس زما د بچو حال او احوال و وایه
ځوان لږ مسکی سو بیا یې و ویله
پیره قربان دي سمه
مغول تر کور راغلي
تر کوره څه چي په کور را ګډ دي
په هر یو کور کي یو مغول اوسېږي
دروېزه ګان اوس یو نه دوه نه
پوره درزن درزن دي
د ملت پر اوږو سپاره دي
په هغه دین او پیرۍ
چي تا د فرنګ او د مغولو پر خلاف و روزل
اوس په هم هغه دین او پیرۍ
دوی د مغول غلمان
دوی د مغول مزدوران
او نیکه غاړه کړه تازه
او بیا یې و پوښتله
دا د لودینو او هوتکو او ناصرو دا توخي ځلمي چیري دي
هغه زړور فوجونه چي
له شاه محمود سره یې اصفهانونه سوځل
هغوی څه کوي
ځلمي و خندله وې خندله
ښې وخندل
او په سینه کي یې اواز پر غرږي بدل سو
او بیا یې و ویله
تا له یوه ګرګینه ژړل اوس زموږ کوڅې
له ګرګینانو ډکي
اوس موږه ټوله د ګرګین مزدوران
اوس موږ ججه ورکو
سترګي یې سرې سوې
او د سرو وینو د پیالو په توګه
بیا په چورتو کي غرق سو
بابا!
هغه افغان شاهنشاه
او هغه دوري دران و پوښتل
هغه زما پلټني او هغه زړور سرتیري
هغه د تورو او توپونو ځلمي
ها د نېزو زمریالي
ها د رنجیت قاتلان
د پاني پت شاه ځلمي
د مرهټو پاتحان
ها مټور شاه ځلمي
ها برېتور جنګیالي
په څه لګیا دي؟
ولي ورک دي؟
او څه نه کوي؟
ځوان له خپل پرهار وجوده
له خپلي ماتي کوپړۍ
له خپل شهید بدنه
د تور او سور او زرغونه بیرغ کفن پورته کئ
او بیا یې و مسله
هغوی لګیا دي
د خپل ورور پر وجود
د خپل وجود پر تندي
د خپل بچي پر بدن
د پردو توري ګوري
له یوه اړخه دوې درنې بيبیاني
هغه له نوره جوړي
هغه درنې بیبیاني
هغه نازو زموږ انا
ها زرغونه زموږ ابۍ
په درانه ږغ و پوښتل
زموږ د لوڼو څه حال؟
زموږ د پیغلو څه حال؟
زموږ دلوڼو، زموږ د خویندو مږوند حال و وایه؟
ځوان شرمینده سو سر په و ځړېدئ
خولې خولې سو
مخ یې سور واوښتی
او بیا یې سر راجګ کړئ
ول زموږ په منځ کي هغه خلک
چي د نبي پیغمبر پر مصله ناست دي
او ځان وارث بولي د ها پیغمبر
د هغه دین چي
د همدې خویندو او مندو د ژغورني پر پار
و غوړېدئ
د هغه دین چي د لوڼو د ژوندي ښخولو او وژلو
خرڅول او د حق پر پار نازل سو
د هم هغه دین په نوم یې
د پردو په خوله
ښځه
د کور او یا د ګور و بلل
او له ټولني څه یې محوه کړله
ټوله حېران وه
ټول په قهر وه
چا هیڅ نه ویل
ځلمي لګیا وو او ویله یې چي
څوک د ډالرو شوقي
څوک د چوکو په تمه
څوک د انګرېز جاسوسان
او څوک د روس په تمه
څوک د چین مریدان
او څوک د روبلو زامن
نه څوک وطن پېژني
نه ازادي پېژني
نه خپل وطن پېژني
ځلمی لګیا
لا لګیا
او لالګیا وو
چي یو ناڅاپه
د توري کښ او د آس شڼها سوه
ها د خټکو سر لښکر هغه یاغي خوشحال خان
څنګ کي غازي ولاړ وو
ها شاه ځلمی قهرمان
چي مکناټن او رنجیت سینګ یې
تر تیغ تېر کړل
هغه غازي وزیر محمد اکبر خان
او وه بل څنګ ته یې
زموږ غازي شاه امان الله ولاړ وو
ها د فرنګو دښمن
د ازادۍ قهرمان
او د امان په څنګ کي
زموږ د میوند فاتح غازي ایوب خان
او ورسره ملاله
خوشحال له قهره سور تو تور اوښتئ
اس یې شڼل شڼله
او خوشحال له قهره څخه
توره جګه کړه او چغه یې کړه
بېله توري خلاصون نه سته په دا میان کي
جناب مرهون صاحب ، بالکل همداسې ده
ځلمي لګیا وو او ویله یې چي
څوک د ډالرو شوقي
څوک د چوکو په تمه
څوک د انګرېز جاسوسان
او څوک د روس په تمه
څوک د چین مریدان
او څوک د روبلو زامن
نه څوک وطن پېژني
نه ازادي پېژني
نه خپل وطن پېژني
که نه ، دا غیور ملت به هيچا نه و مات کړی ، په ګوتو او عمر مو برکت شه .