دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهسعودي عربستان په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست

سعودي عربستان په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۱ مه) د سعودي عربستان سفیر له شاوخوا یو نیم کال وروسته کابل ته راستون شو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل بن طلق البقمي سره وکتل.

په دې کتنه کې امیرخان متقي هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیک ماموریت کچه لوړه شي.

سعودي عربستان د ۱۴۰۱ کال د دلوې په ۱۳ مه په کابل کې خپل سفارت بند کړ. هغه مهال رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله خبر ورکړی و، چې سعودي دیپلوماتانو د ترهګریزو بریدونو له بېرې کابل پرېښی او پاکستان ته تللي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دوحه کې د سعودي عربستان له دیپلوماتانو سره تر لیدنې وروسته اعلان وکړ چې هېواد یې غواړي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې امیر خان متقي د سعودي عربستان له سفیر سره په کتنه کې د سعودي له ولس سره د افغانانو د کلتوريو تاریخي او دیني مشترکاتو د یادونې په ترڅ کې وویل چې له ریاض سره د اړیکو پراخولو ته لېوال دی.

متقي هیله څرګنده کړه چې ښاغلی فیصل البقمي به د د خپل ماموریت په دوره کې دوه اړخیزو اړیکو ته پراختیا ورکړي.

همدارنګه په افغانستان کې د سعودي عربستان سفیر د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکو ته اشاره وکړه او له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د دوام هیله وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، فیصل البقمي د امنیت د تامین او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د کړنو ستاینه وکړه.

تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې سعودي عربستان یو مهم هیواد ګڼي او له دغه هیواد سره د اړیکو ټینګولو ته اهمیت ورکوي.

د طالبانو ویندوی په دوحه کې یادونه کړې وه چې سعودي عربستان په افغانستان کې د خپل سفارت پرانیستلو ته لېوالتیا ښوولې او ژر به دا کار وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب