سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Home+گیله من شهید شو خو | نورکمال ارشاد

گیله من شهید شو خو | نورکمال ارشاد

شاعر او مبارز پښتون ځوان گیله من وزیر خپله ښکلې ځواني د پښتنو لۀپاره قربان کړه، تر دې به بله ستره قرباني څۀوي؟

گیله من پۀ خپل ژوند کې د کوم څۀ کمی نۀلرلو، خو سره لۀ دې یې هم د دنیا ټول نعمتونه ترک کړل او یوې داسې مبارزې ته یې ور ودانگل چې مرگ پۀکې حتمي و، حتا ماشومان لا پوهېدل چې مرگ یې، قدم، قدم پلونه څاري.

هغه بېلابېلې ستونزې، ربړې او ځورؤنې تېرې کړې، اذیت شو، زنداني شو، سخت‌ترینې شکنجې یې ولیدې، خو کله چې لۀ زندانه راووت، د خوشال خټک غوندې خپل ځان ته داسې مخاطب شو:

پس لۀ بنده دی دا عزم

د خوشال د خاطر جزم

یا نیولی مخ مکې ته

یا مغولو سره رزم

دۀ کټ، مټ د خوشال غوندې دا‌ دویمه لاره غوره کړه او پۀ علني ډول د ننگ میدان ته ښکته شو، د دې تر څنگ چې پۀ دې لاره کې یې خپل ټټر د مظلوم پښتون لۀپاره سپر کړی و، قلم یې هم وچ نۀشو او تل یې د پښتنو پر مظلومیت ویرونه وکړل او د دوی د را ویښولو لۀ پاره یې شعرونه وويل.

د‌ پښتنو قاتلینو ته وايي:

اې د پښتنو قاتله ووایه

قبر ته ماران درځي که نۀدرځي؟

لۀ خپلو حقوقو څخه د دفاع او ملي مبارزې پۀ پار پښتنو ته وايي:

الله دې نۀ کړي که شهید شولې پۀ ننگ د وطن

پۀ تار د زلفو به کفن در ته گنډم لالیه

بیا که ټپي شوې گیلامنه، خال دې ږدم پۀ وینو

بیا به اوبۀ در ته پۀ لپه کې راوړم لالیه

ښکاري چې گیلامن شهید پۀ دې لاره کې هرې قربانۍ ته غاړه ایښې وه، حتا پوهېدۀ چې ژوند یې لنډ دی او د پښتنو ازلي دوښمن به دومره فرصت ور نۀکړي چې خپل غږ تر ټولو لر او برو پښتنو ته ورسوي، خو تقدیر بل څۀ و، خدای ج غوښتل چې هم د دۀ ژوند او هم یې شهادت د ټول پښتون قام او ولس لۀپاره داسې یو روښانه څراغ وگرځوي چې اوسنی او راتلونکي نسلونه به یې لۀ رڼا څخه د‌ حق پۀ لاره کې گټه اخلي او پۀ یاد به یې خپل ایمانونه را تازه کوي.

دی خپله وايي:

تکبیر د جنازې چې ملایان را پسې وکړي

قسم دی چې ډېر خلک به ارمان را پسې وکړي

گیلامن نن لۀ موږ سره نشته، خو د ملیونونو پښتون ولس پۀ زړونو او دماغونو کې یې یو نوی روح را ژوندی کړ، هرې خوا یې د لوی وطن درې رنگه ملي بیرغ ورپولو، حتا وصیت یې کړی و چې که شهید شو، جسد مې پۀ ملي درې رنگه بیرغ کې تاو کړئ، چې همداسې وشول.

یو ځل بیا وایم، که لۀ یوې خوا د گیلامن شهادت دروند او غږ یې ډېر سخت و او زموږ لۀ سترگو یې اوښکې وبهولې، لۀ بلې خوا پۀ دې خوښ یم چې ټول پښتون ولس ته د بیدارۍ یو سېمبول وگرځید.

دعا کوو چې؛

گیلامنه،

شهادت دې د الله پۀ دربار کې قبول شه!

خدای ج دې ستا پۀ برکت لر او بر پښتون لۀ دې تور ښامار څخه وژغوري، بیا دې هېڅکله بل پښتون ځوان د دې ښامارانو خوراک نۀشي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب