پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد ورځې نور لنډ خبرونه

د ورځې نور لنډ خبرونه

تاند(پنچشنبه، د سرطان ۲۱ مه)  د کندهار په مېرویس مېنه کې د دوو ښځو او یوه نارینه مړي وموندل شول.
په کندهار کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دو و میرمنو او یوه نارینه د وژل کېدو دقیقه نیټه نه ده معلومه خو جسدونه یې نن سهار په یوه کور کې موندل شوي دي.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د پیښي د عاملانو د نیولو لپاره پلټني روانې دي.
په خبرپاڼه کې د پېښې د ځای، انګېزې او د مقتولانو د عمرونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
==============
د پېښور په پاچا خان هوايي ډګر کې د سعودي دهوايی شرکت الوتکې د کښېناستو په مهال اور واخیست.
په الوتکه کې ۲۷۶ سپرلۍ او ۲۱ عمله سپره وه. راپورونه ښيي چې په دې پېښه کې څوک مړه شوي نه دي خو ۱۵ تنه ټپیان شوي او روغتون ته وړل شوي دي.
پاکستاني چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې الوتکې ولې اور واخیست.
==============
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي، هیواد یې ۴۵۰۰ افغان محصلانو ته په پاکستاني پوهنتونونو کې د زده کړې سکالرشیپونه ورکوي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني نن پر خپله ایکسباڼه لیکلي:«خوشاله یم چې افغان محصلانو ته د علامه اقبال د تحصیلي بورسونو درېیم پړاو پیل شو.»
د ښاغلي دراني په وینا دا سکالرشیپونه یا بورسونه به په راتلونکو پنځو کلونو کې به ورکدل شي.
=============
د ایران یو پوځي چارواکی وايي چې له افغانستان له افغانستان سره د خپل هیواد پوله بندوي څو د غیرقانوني افغانانو د ورتګ مخه ونیول شي.
د ایران د پوځ د همغږۍ مرستیال حبیب الله سیاري د چهارشنبې په ورځ د ایران او افغانستان تر منځ پر پوله د دیوال جوړولو پروژه له نژدې ولیده.
============
بېلتون غوښتونکې ډله، د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي چې د بلوچستان په دکي سیمه کې یې د پاکستان له حکومت سره د بلوچستان په لوټ کې پر شریکې ادارې برید کړی دی.
دا ډله وايي چې د دوی جنګیالیو نن سهار د بلوچستان د ملي وسایلو پر لوټمارو بمي برید وکړ چې په نتیجه کې یې د هغو یو موټر ویجاړ او لږترلږه ۲ تنه سپرلۍ یې ټپي شوه.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ تقریباً هره ورځ د بلوچستان په یوه سیمه کې پر پاکستاني پوځ او دولتي تاسیساتو د بریدونو ادعا کوي.
د پاکستان پوځ او حکومت د هغوی ځینې حملې تاییدوي خو د ځینو په اړه څه نه وايي.
============
تاند- د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د شري ۳۶۶۱۸ شکمنې پېښې ثبت شوي دي.
د دې سازمان نن (پنجشنبې) په خپل راپور کې وویل چې تر اوسه په افغانستان کې ۱۶۰ کسان د شري له امله مړه شوي دي.
د شري د شکمنو پېښو تر ۸۰ سلنې ډېر ماشومان له پنځو کلونو کشران دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د شري په ناروغۍ ۲۹۳۲۶ شکمنې پېښې له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو او ۱۶۰۰۰ نورې شکمنې پېښې د ښځو وې.
د دغه سازمان د راپور له مخې، د شري تر ټولو ډېرې پېښې په خوست، بلخ، سمنګان او جوزجان ولایتونو کې ثبت شوې دي.
===========
تاند- د طالبانو د حکومت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې «اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د اړیکو د ټینګښت غوښتونکی دی.»
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د جاپان سفیر په کابل کې د امنیت او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د حکومت د کړنو قدرداني وکړه او ویې ویل: جاپان د روغتیا، کرنې، پوهنې او نورو برخو کې د افغانستان له خلکو سره مرستو ته ژمن دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب