دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد طالبانو له دفاع وزیر سره د جاپان د سفیر کتنه

د طالبانو له دفاع وزیر سره د جاپان د سفیر کتنه

تاند- د طالبانو د حکومت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې «اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د اړیکو د ټینګښت غوښتونکی دی.»
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د جاپان سفیر په کابل کې د امنیت او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د حکومت د کړنو قدرداني وکړه او ویې ویل: جاپان د روغتیا، کرنې، پوهنې او نورو برخو کې د افغانستان له خلکو سره مرستو ته ژمن دی.
جاپان یو له څو محدودو هیوادونو څخه دی چې له افغانانو سره یې مرستو ته دوام ورکړی دی.
 
تېره اوونۍ (د سرطان ۱۵ مه) جاپان له افغان بزګرو سره د کوکنارو پرځای د بدیل معیشت په برخه کې د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو ضد ادارې سره د لس میلیون ډالرو مرسته وکړه.
 
په کابل کې د جاپان سفارت پرون پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې د دې مرستې هدف په هلمند، کندهاراو بدخشان ولایتونو کې د تر ټولو زیانګالو ټولنو لپاره د مخدره توکو د کارولو د مخنیوي، درملنې، رغونې او په ټولنه کې د مدغم کیدو د خدماتو وړاندې کول دي.
 
د جاپان سفارت همدارنګه ویلي چې له افغانانو سره به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
 
جاپان دغه مرسته داسې مهال کوي چې د روانې اوونۍ په پیل کې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب غونډه کې د طالبانو د حکومت پلاوي په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د کوکنارو پرځای د بدیلو کښتونو او معیشت په برخو کې له افغان بزګرو سره مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب