یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د ملي امنیت سلاکار: افغانستان د نوې فاجعې په لور...

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار: افغانستان د نوې فاجعې په لور روان دی

تاند:( پنجشنبه ، د قوس اتلسمه)‏‏‏د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف له بي بي سي اردو سره په یوه تازه مرکه کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان د نوې فاجعې پر لور روان دی.

نوموړي ویلي، چې د دې فاجعې د مخنیوي لپاره باید لویدیزوال د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي.

د هغه په وینا،لویدیځ باید د دې لپاره چې پر ضد یې جنګیدونکي کسان پر افغانستان واکمن دي، له ۳۵ تر ۴۰ میلیونو پورې کسان له لوږې مړ کیدو ته پرې نه ږدي.

دغه لوړپوړي پاکستاني مقام غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره باید افغانستان ته د خوراکي توکیو د بحران د ختمولو لپاره لاس ورکړل شي.

د هغه په خبره، د نقدو پیسو د استولو په اړه هم باید د افغانستان لاسنیوی وشي.

نوموړي د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې را خلاصیدل په دې برخه کې اړین وګڼل او ویې ویل، چې د یادو زېرمو له خلاصیدو سره به افغانستان ته د نقدو پیسو د مرستې لېږد ممکن شي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان مالیې وزارت له افغانستان سره د مرستو د ټولولو لپاره د یوه صندوق د پرانیستلو خبر هم ورکړی.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو په دې اړه توند غبرګون ښودلی او ویلي، چې پاکستان د شوروي خلاف د افغان جګړې د وخت په شان اوس یو ځل بیا د افغانانو په نوم نړیوالې مرستې غواړي ترلاسه او خپل شړیدلی اقتصاد پرې ورغوي.

د افغانستان په استازیتوب په نړیواله کچه د پاکستان پرله پسې را څرګندیدل هم د افغانانو له سختو مخالفتونو سره مخ شوی او ان پخواني ولسمشر حامد کرزي له دغه هېواده غوښتي، چې ځانته دې د افغانانو د استازیتوب حق نه ورکوي.

پاکستاني مقام په افغانستان کې د بشري فاجعې د رامنځته کیدو خبرداری په داسې مهال بیا تکرار کړی، چې افغان شنونکي بیا طالبان د دغه وضعیت مسوول ګڼي او ټینګار کوي، چې که دوی له خپلو افغان متخصصینو سره د وضعیت د حل او ګډ حکومت د جوړولو لپاره لاس په کار شي، افغانستان به همداسې په نړیوال انزوا کې را ګیر نه وي او پاکستان به یې په سر نړیوالو سره د سوداوو فرصت ونه لري.

د طالبانو یوه مهم سیاسي غړي انس حقاني په وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې دوی نړیوالې ټولنې ته اړ نه دي او نړیوال ورته اړ دي.

دغه خبره هم په ټولنیزو او نورو رسنیو کې له توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

خلکو ویلي، چې طالبانو ته خپل تش په نوم اسلامي امارت او ایډیالوژیک ارمانونه مهم دي، خو دې ته نه ګوري چې خلک یې د سقوط شوې حکومتولۍ بیه په لوږه او مرګ پرې کوي.

1 COMMENT

  1. آزموده را، آزمودن خطاست
    د خیر توقع نلرو، شر مه رالیژه
    د فاجعو مصدر او د انسانیت تور داغ تاسی یاست ، قهار رب العالمین مو تباه کره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب