دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونههندي رسنۍ: ط د ټول شموله حکومت لپاره له امریکا ۴ میاشتې...

هندي رسنۍ: ط د ټول شموله حکومت لپاره له امریکا ۴ میاشتې وخت غوښتی

تاند:( پنجشنبه، د قوس اتلسمه)‏‏‏ یوه هندي رسنۍ انډیا ۱۸ نیوز د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې طالبانو د دوحې په وروستیو مذاکراتو کې له امریکا څخه په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړیدو لپاره ۴ میاشتې مهلت غوښتی دی.

د راپور له مخې، طالب لوري ژمنه کړې چې دغه طرحه به د ۲۰۲۲ تر مارچ میاشتې بشپړه او له امریکایي او نورو لوریو سره شریکه کړي.

 سرچینو دا هم ویلي، دا احتمال هم شته چې طالبان به دې ډول ژمنو سره افغانان او نړۍ وغولوي، څو پر واک د منګولو ټینګولو فرصت پيدا کړي.

  د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوي په دوحه کې د ټام ویست په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره مفصلې خبرې وکړې. دوی همداراز د اروپايي اتحادیې له پلاوي سره هم خبرې وکړې.

طالب چارواکي خپله اداره ټول شموله ګڼي او پرې ملاحظې ردوي.

 له دې سره ویل کیږي، چې د مخکیني حکومت چارواکي په ترکیه کې پر دې بحث کوي، چې څنګه طالبان د یوه ټول شموله حکومت د جوړیدو لپاره تر فشار لاندې راوستل شي.

بل لور ته ځینو خبري سرچینو خبر ورکړی، چې د جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر تاجیکستان ته روان دی، څو هلته د طالبانو پر ضد د پنجشېر د مقاومت جبهې له مشرانو سره وویني.

اتمر او د پنجشېر جبهې دواړو په رسمي ډول دا خبر نه دی تایید کړی.

د دغو خبرونو په اړه طالبانو څه نه دي ویلي. خو د ملي مقاومت جبهه عملاً په افغانستان کې دننه له فعالیته لوېدلې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب