پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+ايا په سياسي لحاظ نړۍ د دوه قطبي کېدلو پرخوا روانه ده؟

ايا په سياسي لحاظ نړۍ د دوه قطبي کېدلو پرخوا روانه ده؟

شننه: عبدالله لغمانی
لومړی به په سياسي لحاظ دوه قطبي کېدل  Bipolarity  تعريف کړو: دوه قطبي په نړيوال نظم کې په دې مانا چې په هغه کې د هېوادونو نړيوالې اقتصادي، نظامي، فرهنګي او سياسي اړيکې تر ډېره د دوو زبرځواکو هېوادونو او د دوی د همغاړې هېوادونو تر اغېز لاندې وي د دوه قطبي نړۍ کلاسيک مثال د امريکا د متحده ايالاتو او شوروي اتحاد ترمنځ د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې سوړ جنګ وو چې د نړۍ په يوه برخه هېوادونو پخواني شوروي نفوذ درلود او يوه برخه بيا د امريکا تر سياسي، اقتصادي، نظامي او فرهنګي اغېز لاندې وه.
يو قطبي Unipolarity د نړيوال نظم هغه سيستم ته ويل کېږي چې په هغه کې دنيا په اقتصادي ټولنيز، فرهنګي او سياسي اړخ د يوه زبرځواک هېواد او دولت او د ده د متحدينو اغېز ډېر وي. لکه په نن سبا وخت کې چې د نړۍ د زياتره هېوادونو سياسي او اقتصادي اړيکې د امريکا تر چتر لاندې رغول کېږي او نړول کېږي او اغېز یې په ملګرو ملتونو باندې د نورو هېوادونو په پرتله ډېر دی او د دويمې او درېيمې نړۍ هېوادونه د اقتصادي، سياسي، نطامي او نورو… اړتیاوو له مخې نه غواړي له امريکا سره ښکرپه ښکر شي.
خو د روسيې او اوکراين له شخړې را وروسته چې پکې روسيه تر تحريم لاندې راغله او امريکا او ناټو هېوادونو یې د نفتو، او ګازو په اخيستلو او نږدې په هر ډول سوداګري بنديز ولګاوه او هم کوشش روان دی چې په نړيوال سټېج یې منزوي کړي او همهاله له ويتنام سره د امريکا د ملګرتيا او نظامي اړيکو تازه کېدل او له بلې خوا له هند او منځني ختيځ له شتمنو (سعودي او متحده عربي اماراتو)سره د امريکا سړې اړيکې ددې لامل شوې دي چې (روسيه، چين، هند او د منځني ختيځ  هېوادونه) په خپل منځ کې د اقتصادي اړيکو يو نوی باب پرانيزي او نن سبا یې تر بل هر وخت په خپل منځ کې اقتصادي راکړې ورکړې ډېرې کړې دي او د امريکا له ګوتڅنډونو سره،سره خپلمنځي تجارت له روسيې سره لا پسې پراخوي، نو د نړيوالو چارو کارپوهان وايي چې دا په منځمهال او اوږد مهال کې د نړۍ د دوه قطبي او څو قطبي کېدو پر خوا د تللو يوه هڅه ده او د نړۍ ځينې هېوادونه غواړي چې د امريکا او ناټو له سياسي، اقتصادي او نظامي اسارت څخه ځان خلاص کړي او خپل ځان ته د خپلو ګټو پر بنسټ له زبرځواکونو سره اړيکې جوړې کړي.
د مثال په توګه شاوخوا ۲۵۰ لوېدیځ شرکتونه او کمپنۍ د اروپا او امریکا د بندیزونو په ترڅ کې له روسیې څخه ووتل او روسيه یې تحريم کړه. دې سوداګریزو شرکتونو د خپلو هېوادونو د دولتونو له امله د روسيې بازار پرېښودلو ته اړ شول  ځينو یې په بشپړه توګه پریښود، نور بيا د انتظار او د حالاتو بدلون ته د انتظار شېبې شماري چې بيرته خپل کاروبار پیل کړي. ډیری نړيوال شرکتونه په دې پوهېږي چې ځای به مو په روسيه کې همداسې خالي پاتې نشي او نور سيال شرکتونه او يا به یې خپله روسيه زموږ د توليداتو او خدماتو تشه ډکه کړي لکه د مک ډونالډ په برخه کې چې وشول، په روسيه کې یې ۸۵۰ څانګې لرلې، پرځای یې روسيې خپل ريسټورانټونه پرانيستل او ۶۲۰۰۰ هغه کارګر چې پخوا یې له مک ډونالډ سره کار کاوه له ځان سره وساتل.
همدارنګه د Reno Rossiya په نامه د موټر جوړولو فرانسوی شرکت چې د اوکراين د شخړې له امله له روسيې وتلی و پرځای یې خپلې روسي کمپنۍ کار پیل کړ.
په هرحال اوس د روسيې هيله نويو کمپينو او شرکتونو ته ده چې په روسيه کې پانګونه وکړي او د غربي کمپينو او شرکتونو ځای ونيسي دا کمپنۍ چې روسيه یې غواړي په ياد هېواد کې سرمايه ګزاري وکړي د چين، هند، منځني ختيځ او په ټوله کې اسيايي شرکتونه دي او د هغو لپاره اوس دا يو ښه فرصت دی چې خلا ډکه کړي.
چين په دې برخه کې تر هرچا مخکې سينه ډبولې ده او له روسيې سره یې سوداګري ډېره کړې ده او په نړيوال سټېج هم د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د روسیې ملاتړی دی، چين د خپلې اقتصادي برنامې له مخې غواړي د روسيې بازارونه ونيسي او خپلو پانګونو ته په روسيه کې ادامه ورکړي. روسيې هم په ورته مهال کې له چين څخه د وارداتو کچه په بې ساري ډول زياته کړې او هم یې له هند او نورو اسيايي هېوادونو سره د راکړې ورکړې کچه د پخوا په پرتله په څلونو ډېره کړې ده دا همکاري یې د کورني سامان الاتو، الکترونيک، موټرو، ځانګړي سامانونو ، کرنې، پوښاک،او نورو برخو کې جوته ترسترګو کېږي او هره غربي کمپنۍ چې له روسيې څخه وتلې ځای یي دوو چينايي کمپنيو نيولی دی.
هند د امريکا له خبرداريو او ګوتڅنډونو سره سره د ډبرو سکرو په برخه کې په بې ساري ډول له روسيې سره سوداګري پيل کړې او د Refinitiv د راپور پر بنسټ هند له روسيې څخه په مارچ کې ۴۳۰ زره ټنه خام تېل او په اپرېل کې یې څه باندې يو ميليون ټنه تېل وارد کړي او په مې کې دا کچه تر دې هم لوړه شوې ده. د منځنۍ اسيا او منځني ختيځ هېوادونو بيا د فولادو په برخه کې له روسیې سره د تجارت د ښه کېدلو خبر ورکړی دی او خپلمنځي سوداګري یې تر پخوا پراخه شوې ده.
ايران ، ترکيه او هند په دوديز ډول د روسيې په بازارونو کې د پانګونې په حال کې دي او غواړي د خپلو توکو لپاره په روسيه کې بازار پيدا کړي له ايران سره د سوداګريزو تړونونو ته روسيه ځان چمتو کوي او غواړي په دې برخه کې سوداګريزې اړيکې لا پسې پياوړې کړي. او دا سوداګري په ۲۰۲۱ کال کې شپږ زره ميليونه ډالره نوره هم ډېره شوې وه. له مصر، اندونيزيا، او متحده عربي اماراتو سره چې د اسيا، افريقا او منځني ختيځ شتمن هېوادونه دي یې هم په بېلابېلو سوداګريزو برخو کې خبرې روانې دي او د کرنې او صنعت قوي پوټنشيل لري.
زياتره څېړونکي په دې باور دي چې تر اوسه پورې روسيې د لويديځ بنديزونه او تحريمونه په شا تمبولي دي او له هند،جين او مرکزي اسيا او د اسيا له نورو هېوادونو سره په سوداګريزو اړيکو یې دا خلا جبران کړې ده . د روبل ارزښت چې د اوکراين د شخړې په پیل کې په بې ساري ډول غورځېدلی و، او يو ډالر به په ۱۴۰ روبل تبادله کېده اوس ان يو ډالر ۵۵ روبل ته را رسېدلی دی چې د روبل ارزښت یې تر اوسه لوړ ساتلی دی.
نو دې پورته ټولو سوداګريز او خپل منځي اړيکو ته په کتلو دا جوتېږي چې نور نو نړۍ له يو قطبي حالت څخه دوه قطبي او څو قطبي پر خوا روانه ده د نړۍ دويم اقتصاد چين هم غواړي چې په سياسي برخه کې نړيوال رول ولري او په نړۍ کې په اقتصادي اړيکو او نقوذ سربېره سياسي نفوذ هم غواړي ولري او په نړيوال سټېج له امريکا سره ځان مخامخ کړي، خو ددې کار لپاره د روسيې، هند، منځني ختيځ او نورو هېوادونو همکاري او ډلې ته اړتيا لري چې هغه لپاره یې خپل کوښښونه شروع کړي دي.

1 COMMENT

  1. که چیری تاسی د ځینو سیاسی او اقتصادی شنونکو څیړنیز لیکنو ته وګوری نو تاسی ته به دا جوته شی چی کچیری امریکا د تایوان په ملاتړ د چین په وړاندی سیاسی او نظامی ګام پورته کوی یا پورته کړی نو چین مخکی له مخکی د روسیی او هند سره د RIC په اقتصادی فارمت کی یو ځای شوی ځکه چی کله روسیی په اکراین برید وکړ نو چین یی اقتصادی او مالی ملاتړ اعلان کړ چی غرب باندی دا ملاتړ بد ولګیده او په چین او روسیی باندی بندیزونه ولګول کله چی روسیی د اکراین او خپل صنعتی او خوراکی توکیی په اروپا او غرب باندی بند کړل نو یو نړیوال اقتصادی تحول راغی او هند هم اعلان وکړ چی نور نغواړی نړیوالو ته غذایی توکی برابر کړی یعنی خپل تولیدات او خوراکی توکی نړی ته صادر کړی
    په همدی حال کی غرب او ناټو غواړی چی په ایران هم بندیز ولګوی نو کچیری امریکا د چین سره ښکر په ښکر کیږی نو ایران به هم چین ته بحر کی غرب په وړاندی نظامی آده ورکړی ترڅو د غرب او د ناټو سازمان شریک هیوادونه باندی بحری لاره بنده شی چی دا خبره آن مخکی له مخکی کیده کله چی نړی د ایران په اتومی بټویو باندی بندیز ولګوو.

    کچیری چین او ایران یو ځای کیږی نو دلته به هند یو اندازه د غرب خبری ته غوږ کیږدی او چین په وړاندی به ګام پورته کړی چی دا به د هند بی عقلی او سیاسی کمزوری وښایی ، کچیری بی طرفی وښایی نو امریکا د چین په وړاندی تنها پاتی شی او له پاکستان څخه به سیاسی او نظامی ګټه پورته کړی ځکه کله چی دوی له افغانستان وشړل شول نو نظامی آډه یی په پاکستان کی په خپل حال پاتی شوو چی دا ایران، چین افغانستان، او روسیی ته یو ډول سرخوږی پیدا کوی نو باید نړی د پاکستان په وړاندی سر له اوسه سیاسی او نظامی ګام پورته کړی په ځانګړی ډول ایران، روسیه او افغانستان ځکه چی وخت تیر شی بیا افسوس کول ځای نه نیسی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب