شنبه, مې 4, 2024
Home+دا څه پوښتنې مې تل مخ ته راځي

دا څه پوښتنې مې تل مخ ته راځي

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

هیله ده، چې هو یا نه ته دې یې لامل راوړو.

۱ – ایا امریکا په افغانستان کې د دموکراتۍ پلوې وه  یا یې غوښتله؟  

دموکراتي؟: هغه دموکراتي، چې په نړۍ کې  ورسره بلد یو. 

۲ – ایا دا امریکا کښېنولي کسان دموکرات وو یا دا په واک کې رژیم دموکرات وو؟

۳ – د تالبانو په هکله دا پوښتنه منځ ته نه راځي.

۴ – ایا دا د تالبانو مخامخ جګړه مار دموکرات دي؟ ټول یې

۵ – ایا دا د تالبانو سره نا هم اندې یا دا د موږ غوندې کسان، چې ځنې یې د تالبانو پلوي او ځنې یې مخامخ کسان دموکرات دي؟

۶ – دا چې وایو، چې دا ولس نه غواړي او دا غواړي، دا همداسې ده؟ 

۷ – ایا د ولس د غو ښتنو پوښتنه چا کړې؟

۸ – خبره په دې موږ – داسې په نامه د موکراتو یا روښان فکرانو- کې ده، چې موږ د ولس په لار ځو او که ولس دې د موږ لارې ته راهڅوو؟ او که

۹ – ایا موږ پوهېږو، چې د ولس غوښتنو لپاره کار کوو او که د موږ غوښتنو ته د کار کولو لپاره د ولس په غولولو څه کول غواړو؟

۱۰ – ایا تالبان چې څه کوي د منلو یا د زغملو دي؟ د ولس په اند او که – دا بیا وایم – دا دموږ روښان فکرانو په اند؟  او

۱۱ – که موږ دا د ټوپک راخستلو ته نا چمتو روښان فکران دا ولس د ټوپک را اخستلو ته را وهڅوو؟

یادونه: دا راته ډېره اړیینه برېښي وپوښتم، چې ایا دا حق غوښتونې د حق غوښتنې ته پخپله راپاڅېږي؟ ځان او کورنۍ ،، د دې سپېڅلې موخې،، لپاره قرباني کوي او کې د دې لپاره ولس جنګ ته رابولي او د ځان لپاره هغه قرباني کوي؟

۱۲ – ایا کومه لار باید غوره کړو؟

د تالبانو په مخامخ باید دا ولس د خپلو غوښتنو لپاره قرباني کړو؟ او که له جنګ څخه به دا ښه وبولو، چې د جنګ د مخنیوي لپاره ځانونه زغم ته راوبولو او د ولس د نورې وژنې مخه ونیسو؟ 

۱۳ – که دا حال تل وي، نو یا به دا تالبان پخپله سره خوري او یا به  دوي د ودې او پرمختګ سالمه لار- چې د موږ له لارې سره به په پلې کولو کې توپير ولري – غوره کوي؟

 پاي پوښتنې

 ۱۴ – د غني تېښته د ولس په ګټه او که په زیان وه؟ 

۱۴ – که غني پاتې وی، نو ایا یوه بله سالمه لار به غوره شوې وی او که دوه یا  ډېر سریزه حکومت؟

۱۵ – په دې بسې ډېر یا دوه سریزه حکومت کې افغانستان ښه شوی وی او که نور به هم وران شوی وی؟

پای یادونه:

پوهېږم، چې د ماپوښتنې به بې پلوۍ نه وي، لږ تر لږه هغه د جنګ مخامخوالی په کې هرو مرو لیدل کیږي. که څوک نورې پوښتنې را منځ ته کوي، دا به هم نوره ښه وي. که په دې ډول او هکله یو د پوښتنو ځوابونو او اندونو ګډول په پوره پوهنیزه سویه منځ راشي، نو دا به هم یوه اړیینه څرګندونه ګرانو لوستونکو او ټول ولس ته وړاندې کړی شي، چې هغه به وهڅېږو د یوه واړه کتاب یا یوې وړې لیکنې په توګه خپل دا د لیک لوست خاوندانو ته وړاندې کړو. هیله چې پوره ونډه به په کې واخلی.

له ما سره د اړیکو لپاره د ما برېښناپته:

  [email protected]

6 COMMENTS

  1. سلامونه ، او خاص سلام مشر داکتر صاحب ماخان مېږي شينواري ماماته په ښه ګړۍ کښې!
    یاره دومره پوښتنې به میږتنو هم له سلیمان ع.س. څخه کړي نه وي!!
    زما په ناقص نظر،چې خپل ځان افغان+پښتون+مسلمان او سوسیال ډیموکراټ ګڼم ؛ستاسو د پوښتنو لڼډ ځوابونه لیکم ؛او بریښنایی پتې باندې درسره اړیکه ونیسم راتلونکې زمانه کې ان شآء الله.
    ۱-آمریکا خو ویلې ۳ اهدافو لپاره راغلې وه – د ډرامه ي ۹/۱۱ ترهه ګري؛ ښه حکومتولي او د مخدره ضد… چې ۲۰ کاله وروسته مونږ ولیدل دا ۳ واړه په فسآد کې اولنمره شول. ډیموکراتي هسې شعار و. په ډیریو اسلامي او پخواني کمونیزم ځپلو هیوادو کې همدا..
    ۲-پخواني تش په نامه مجاهدین او عقده منده ماوویستان ، حرفه يي قاتلان، غله ، لارووهونکي ډیموکرات نه شي کیدای!!! .البته ځینې پخواني تکنوکراتان، استادان، پاکلاسي خلک ، چې یو څه ملي او د پرمختګ فکرونه ېې لرل په کې و خو هغوی هم لکه د نورو لڼډغرو د قدرت نشو پسې لاړل او فساد کې ګکړ سول.
    ۳-ط.ط. یا امارتیان نپوهیږم چې شرعي ډیموکراسي؟ ؛پاکستاني ټیپه ؛ عربي اماراتو یا ترکي ډیموکراسي په فکر کې دي؟؟؟؟ که چاینا؟
    ۴-نه ؛۵-هو زمونږ په شان؛
    ۶-ولس له پخوا جاهل ساتل سوی ، او د زر،زور، .. له خوا لوبول او وژل کېږي. لکه یوه زورور چارواکي ویلي و :”اګه مکتبها ره نسوزانیم ،کل مردم تعلیمیافته میشن ؛باز سرباز ګیري مشکل خات شد!!!”. د دستوري نا امنیو لړۍ…
    ۷-روښان فکران له خپلو تجاربو او ورځنیو سیاستونو او پیښو په کار اخیستلو ، او د پرمختللو ملکونو له لیدلو پوهیژي.۸-لکه ۷ پوښتنه.
    ۹- ډیریو کار کوو.؛ ۱۰-ځينې ښو کړنو لکه د امنیت راوستل؛ د هیواد له ټوټه کیدو ظاهرن مخنیوی!!؛ د فساد ظاهرن کمیدل؛ مګر دا که د ګاوڼډیو، سيمې او نړیوالو سره د پټو دروازو شاته څه ګړې ماتې سوي ؛صرف د قدرت لاسته راوړل او بیا لوړو ملي سرې کرښې ماتول؛ تر ټولو مهمه د وطن د بچیانو راتلونکې ابتدایی، متوسطه ، ثانوي او لوړو تحصیلاتو ته خڼډونه تراشل او… د منلو نه دي …فقر، بیکاره کول، د استازانو توهین د زغملو نه دي؛ ان شا الله ګوندې سم سي…
    ۱۱- ولس له جنګه ستړی دی. مونږ تاسو ولیدل چې ډله ایزې وژنې، قصدي او غیر مستقیم ترور او سیاسي وژنو څخه خدای؛رسول، ملایک او شهیدانو او مومنینو مومناتو مسلمین او مسلمات بیزاره سول او شمالي ټلواله او نیټو تړونواله څنګه مات سول؟ وتښتیدل؛ مانا دا چې ټول جنګونه په سوله ختمیژی.
    ۱۲-زغم او سوله ایزه مبارزه د منظور پشتین، ملي عوامي پارټیو او اپوزیسیون لکه د اروپايي سوسیال دیموکراسي +د اسلام مبین دین په زرینو هدایاتو او عمري عدالت سره پر مخ لاړ شئ.
    ۱۳-نپوهیږم ځینې ط ط ولې ځینو ګاوڼډیانو ته ټیټ سترګي دي ؟؟؟ له مخکنۍ دورې له پیل او پای نه ېې باید خپل او پردي ؛ دوست او دشمن پیزندلی وی..
    ۱۴-ظاهرن د ولس په ګټه ؛ ۱۴ََ: که پاتې وای د قسم خوړلو وطن پلورونکو ؛ د سکاو بچیانو او سیمه ایزو اڼډوخرانو ېېې د کودتا پلان درلود او د ۱۹۹۲-۹۳ او بیا د ۲۰۰۱ ناورینونه به له سوريي او لیبیا بتره کور په کور جګړه وای!!!۱۵دوه سری نه خو ۲۲ سری اژدرها=ښامار به جوړ و.او نا همسایه ګاوڼډیو؛ سیمې او نړۍ د چین ،روس او اسلامي کنفرانس په شمول به سیل بین ول او خپلې وسلې به ېې لکه دا تیر ۴۳ کاله آزمایلې …
    له ځیرتوبه مو مڼنه .تر بیا…

    • سلام
      دډهل غږ له ورایه ښه لګیږی !
      هره پوښتنه دې علت لری او هر علت بیا معلول.بناء دا امکان نه لری چې په عین وخت کې په هو/نه باندې ځواب شی. ستا پوښتنی ستانظر ښییی ښه دی او که بد دابه لوستونکی قضاوت کوی خو علمی ، اصلاحی ، ډله ایزه او ټولنیزه محراق نه لری. دقلم او فرهنګ ماحول تر یوه حده بورې تهدیدوی . تا پوښتنو کې دغه کړکېچ دیر رامحدود کړی اهداف او تدبیرونه ور سره ملګری نه دی مخکې له دې چې په (څوک/ چا/اوولې) باندې پړه واچوو؟ ماخان صاحب اوس پته لګیږی چې داهم سمه نه ده ته هم یووخت کې دهورا (ملګری او غړی )تیر شوی یی خفه کیږی مه .وایی من نه ان مرد زر وزن و جاهم بخدا ګرکنم ګر خواهم ګر تو تاج دهی بسرتو که تاجت نستانم تا څه کړی؟
      دامېړنی مسلمان و لس دی ددې ولس تاریخ روښانه دی دادشګو په څلی ولاړ هېواد نه دی داد هر استعمار او استعباد د راپرزولو ځاله ده دلته همت او عزت لا ژوندی پاتی دی او ستا په څېر اندیشمندان او محقق لری حساب به کوو د وروری له منځه.
      ……….. Frieden Schaffen Ohne Waffen ! aber

      • سلامه
        د لیکنې پیل او پای مې ډېر روښانه داسې دی:
        پیل:،، هیله ده، چې هو یا نه ته دې یې لامل راوړو.،،
        پای: ،،پوهېږم، چې د ماپوښتنې به بې پلوۍ نه وي، لږ تر لږه هغه د جنګ مخامخوالی په کې هرو مرو لیدل کیږي. که څوک نورې پوښتنې را منځ ته کوي، دا به هم نوره ښه وي.،،
        سیاسي او په ځانکړې توګه پوهنیزه لیکنې له احساساتو خپلواکې وي او تور لګونه هم پهکې ځای ونهلري.
        سلام او پسې:
        د ما اند: خبرې یو بل ځانونو ته نه مخامخ کوو. داڅه چې لیکم، د ما په اند پوهنیزدي.
        څوک چې د چا په لیکنو کومه پرېکړه کوي، نو د سمون او ناسمون په هکله باید روښانه شي، چې دا یا هغه ولې سم او ناسم دی. په لیکنه کې به ولیکم، چې څه باید اوولې شوې وي.
        تاسو خو پوښتنو ته پام نه دی کړی، خو پرېکړې مو پرې کړې دي. په اجازه به دې لیکنې لږ ټوټه کړم، چې سره ښه پرې وپوهېږو.تاسو لیکی:
        ۱ – ،، ستا پوښتنی ستانظر ښییی ښه دی او که بد دابه لوستونکی قضاوت کوی خو علمی ، اصلاحی ، ډله ایزه او ټولنیزه محراق نه لری.،،
        لومړی: پوښتنه ښه او بد نه لري او دا د پوښتنې موخه هم نه وي، خو ځواب یې ښه او بد لري. پوښتنه له دې امله کیږي، چې یو د خبرو څه روښانه شي او ځواب ورته وویل شي.
        دویم: پرېکړه دې کړې، خو دا د پرېکړې ولېوالی دې نه دی روښانه کړی. دا درباندې پور دی او پرته له دې په رښتیا دې چې څه لیکلي تر محراق پورې، هرویو باید روښانه وښول شي، چې د ما پوښتنې پهدې او هغو کې یو سوزون ټکی نه لري. د چا په پوښتو چې پرېکړه کیږي، هغه پرېکړه یې باید روښانه کړې وي. دا ټول ویونه، چې ګوندې پوښتنې علمي محراق (چې که پښتو نومونه وی ښه به وی) نه لري، نو علمي محراق څه شی دی؟
        اصلاحي محراق څنګه وي؟ ډله ایز محراق څنګه وي او همداسې ټولنیز محراق څنګه وي؟
        دا دې باید روښانه کړي وی او بیا دې پرېکړه کړې وی، چې نو ځکه یې نه لري. دا هوایي پرېکړه ده، چې د ما په اند باید نه وي. دا هم باید ووایم، چې پوښتنو موخه هم دا نه ده.
        ۲ – تاسو لیکي ،،تا پوښتنو کې دغه کړکېچ دیر رامحدود کړی اهداف او تدبیرونه ور سره ملګری نه دی مخکې له دې چې په (څوک/ چا/اوولې) باندې پړه واچوو؟،،
        الف: دلته دې هم څنګه والی نه دی روښانه کړي او که
        ب : داسې نه وي، نو ته ور سره تدبیر او دا نور مل کړه او ویې لیکه، چې دامې هم هیله وه او ده.
        پ: ما خو پړه ګومان مې دی، په چا نه وي اچولي او که داسې او نامناسب وي، خو سمه یې کړه، چې دا مې هیله هم وه او ده او روښانه یې راته په ګوته کړه.
        ۳ – تاسو لیکي:
        ،، ماخان صاحب اوس پته لګیږی چې داهم سمه نه ده ته هم یووخت کې دهورا (ملګری او غړی )تیر شوی یی خفه کیږی مه .وایی من نه ان مرد زر وزن و جاهم بخدا ګرکنم ګر خواهم ګر تو تاج دهی بسرتو که تاجت نستانم تا څه کړی؟،،
        ۳ الف: زه ګوره ډاکتر یم او دا ډاکتر تل د نوم سره مل وي، چې بې له دې لاس لیک هم نه منل کیږي.
        ۳ ب : زه د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د جوړېدو سره سم غدی وم او یا یو کال د مخه مې یې د غړیتوب حق ورکړی، زه نه پرې ویاړم او نه پرې باندې زړه بدی یم. ته چې کومه پرېکړه کوي او هغه په ټولو غړو ده او داسمه نه ده. هر څوک چې انسان دی، نو د بل انسان د ناسمې کړنې جوګه نه دی. که په ما باندې څه لرې، کړی شې څرګند یې کړي او سره له دې زه په دې اند یم، چې بې له باوري پرېکړې څخه مې که خوله رابنده نه کړې، نو نېکي به دې وي.
        ۳ پ: تاسو به پوهېږی، چې زه د ۱۹۶۶ ز ک څخه وروسته افغانستان کې نه یم پاتې شوی، کله، کله یو څومیاشتې، خو څلور کاله مې په المان په هغه وخت د وطن ګوند حکومت کې یوه رسمي دولتي دنده لروده، که هلته د ما د ګوناه کوم اسناد لرې، هغه هم آن چې د المان دولت ته سپارلی شي.
        ۳ ت: په هغه درې لیکنه کې به دې ښه غوره څه پراته وي، خو زه په درې دومرهنه پوهېږم. ما ښوونځی په پښتو لوستلی او نور درس مې په الماني ویلی.
        ۴ – تاسو لیکي: ،، دامېړنی مسلمان و لس دی ددې ولس تاریخ روښانه دی دادشګو په څلی ولاړ هېواد نه دی داد هر استعمار او استعباد د راپرزولو ځاله ده دلته همت او عزت لا ژوندی پاتی دی او ستا په څېر اندیشمندان او محقق لری حساب به کوو د وروری له منځه.،،
        دې ته نو څه ولیکم، داخو نو ټول تور دی او باید نه وي. که ولس ته د ماپه لیکنه کې څه درته برېښي، خو هغه باید روښانه کړې. زه پخپله دومره ځمری نه یم، لکه د ما ولس، زه خو دلته المان کې وخت تېروم، خو نه پوهېږم، ته به څومره قهرمان یې ( په ډېره بخښنه دې برخې د ما احساسات هم راوپارول او د هوښ له څلوردیوالۍ یې وباسلم) او دا دانشمنداني او محققوالی هم درپاتې دی او حساب دې منم، خو یو څه به وي، چې د خلکو ویل او ګومان کېدل او.. او .. په کې نه وي.
        ته او زه به دا سره منو: ،، Frieden Schaffen Ohne Waffen ! aber،، ، خو دما لخوا څخه دا aber هم ورسره نه شته.
        په پای کې مې ډېره ستره او په ټوله مینه هیله ده، چې راڅخه زړه بدی نه شې، چې د ما لپاره دا ډېر ارزښت لري.

        • صبر زغم حوصله اوس چې پښېمانه شې هم په ګته دی دی.
          انصاف دې روزی شه ماخان رښتیا ته خلقی وې ؟ هورا ویل، وطن پلورل ، وژنې او تور تاریخ خو پاو چارک من او خروار نه لری له افغان ولس نه باید بښنه وغواړی. ماته ګوډ مه غږیږه! دڅه شی ډانګتر یی تشخیص مو ډیرکمزوری دی چې دلینن په سوچ مو افغان ولس له تباهیو سره مخامخ کړ اودالړۍ ستا له واهی پوښتنوسره لا دوام لری .
          ملا مت نه یی المان کې اوسېدل مو بل شرم .

  2. د پښتو ژبی سره د ماخان خان لېونۍ مینه د حیرانتیا او سائنی وړ ده چی هیله ده د فرهنګ میَنان د توپک د مینی څخه همیشه لیری وی البته دا ترخه تجربه پر ” ارګ ” باندی دوه درې ځله حاکِمه سوېده.
    امّا د خان صیب د پوښتنو په هکله:
    د افغانستان نفوس ۳۰ میلونه دئ ( زما او زما د کورنۍ د غړو پرته ).
    که د هر افغان په ذهن کی ۳۰ – ۳۰ پوښتنی وزیږی ( چی حتماً زېږېدلی هم دی او زیږی ) نو مجموعاً ۹۰۰ میلونه پوښتنی کیږی ( چی ممکن دوې پوښتنی ئې یوه بڼه او یوه محتوا ونلری ).
    ځینی وخت پوښتنه ” یوه ” وی خو جوابونه ئې ډیر.
    او
    ځینی وخت پوښتنی ډیری او مختلفی وی خو جواب ئې ” یو ” وی.
    زما او د احمد او د محمود پوښتنی به د هیواد د ټولو اړخونو او پیښو او حالاتو په هکله ډیری وی خو ” جواب ” ئې ممکن فقط ” یو ” وی.
    په افغان جرمن کی د ښاغلی غفور لیوال یوه لیکنه ( جنت ته د تللو لار ) خپره سوې وه چی په وړاندی ئې زما ور لېږل سوې تبصره د غفور لیوال د فکری انډیوالانو لخوا زندانی سوېده.
    ښاغلئ لیوال ( قریب به مضمون ) لیکی :
    د افغانستان اوسنی حالت د ” پیښور د قصه خوانی بازار د تعویذګرانو ” د کړنو محصول دئ.
    دا به د ښاغلی لیوال ګومان وی.
    خو
    زما په باور:
    نن سبا هم د نیابتی ” توپک ” بازار تود دئ او هم د نیابتی ” قلم ” بازار تود دئ.
    د نیابتی قلم ویرانی هم د نیابتی توپک تر ویرانی په کمه نه ده.
    دا دواړه د استعمار او نړیوال صهیونیزم او ماسونری د ګټو ساتونکی دی ( حد اقل زموږ په جغرافیا کی ).
    د قصه خوانی توپکوالو لوبغاړو د وطن او اسلامی نړۍ او زمانی او مکانی شرائطو پر مقتضیاتو سترګی پټی کړی دی او د روشنفکری نیابتی قلموالو د استعمار پر ” تعویذ نویسی ” سترګی پټی کړیدی.
    نیابتی قلموال ددې پوښتنی د جواب څخه عاجز دی چی ( ولی او څنګه غربی او امریکائی تعویذګرانو روغ یا نیمه روغ هیواد د طالب په لمنه کی ور واچاوه؟ ) خو لګیا دی څو د عامه افکارو د انحراف او استعمارګرانو د برائت په موخه د ” علت ” او ” معلول ” معادله سرچپه تشریح کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب