شنبه, مې 18, 2024
Home+د پاکستان د پارلمان غړی او مشهور اینکر عامر لیاقت وفات شو

د پاکستان د پارلمان غړی او مشهور اینکر عامر لیاقت وفات شو

داود جبارخیل
د تلویزیون مخکښ کوربه او  د پاکستان په ملي جرګه (قومي اسمبلۍ) کې د پي ټي آئي غړی ډاکټر عامر لياقت حسین مړ شو.
د عامر لیاقت حسین مړینه د پنجشنبې په ورځ د کراچۍ په آغا خان روغتون کې تایید شوه خو د مړینې لامل یې لا نه دی څرګند.
عامر لیاقت حسین خپل کیریر د پاکستان په یو شخصي ټلویزیوني چینل کې له دیني پروګرام سره پیل کړ. نوموړی په کراچۍ کې هم په سیاسي کچه مشهور پاتې شوی او د متحده قومي مومنټ په ټکټ د اسمبلۍ غړی وټاکل شو.
حسین وروسته له هغه ایم کیو ایم ته الوداع وویل او د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) سره یوځای شو او د ملي اسمبلۍ غړی وټاکل شو.
عامر لیاقت په دې وروستیو کې له دریم واده او بیا طلاق وروسته خبرونو کې دی.
عامر لیاقت حسین د روان کال په فبرورۍ میاشت کې له خپلې دویمې مېرمنې طوبیه عامر سره له جلا کېدو وروسته د درېیم ځل لپاره د لودران ښار له ۱۸ کلنې دانیه بي بي سره واده وکړ.
داني بي بي له واده يوازې درې مياشتې وروسته د جلا کېدو لپاره محکمې ته مراجعه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب