Home+جیمز ویب ټیلسکوپ له تیږې سره ټکر شو

جیمز ویب ټیلسکوپ له تیږې سره ټکر شو

تاند- جیمز ویب ټیلسکوپ، چې څه کم شپږ میاشتې پخوا فضا ته استول شوی، له یوې وړې اسماني تیږې سره ټکر شوی خو ناسا ورته اندېښمنه نه ده.

د سپېس ویبپاڼې د راپور له مخې، جېمز ویب ټیلسکوپ له یوې خورا کوچنۍ ټیږې یا (micrometeoroid) سره لګېدلی. د دې ډول تیږو وزن تر یو ګرام لږ وي.

دا ټیلسکوپ د ۲۰۲۱ د دسمبر په ۲۵ مه فضا ته واستول شو او له څو میاشتني مزل وروسته د فضا په ژورو کې ټاکل شوي ځای ته ورسېد او اوس خپل ماموریت ته دوام ورکوي.

دا ډېر ګران کار بې جنجاله وشو او په دې وروستیو کې ناسا وویل چې د جېمز ویب له لوري لومړنی ورلېږل شوی علمي او د لوړ کیفیت تصویر به د جولای په ۱۲ مه خپور کړي.

ناسا وايي چې له ټیلسکوپ سره د وړې ډبرې ټکر هغه ته زیان نه دی اړولی او د پخوا په شان کار کوي.

Play

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...