یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغانستان له زیمبابوې یو ورځینۍ سیالۍ ۳ صفر وګټلې

افغانستان له زیمبابوې یو ورځینۍ سیالۍ ۳ صفر وګټلې

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۱۹ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن له زیمبابوې څخه په درېیمه یا وروستۍ یو ورځینۍ مسابقه په ۷۴ توپونو او ۴ ویکټونو وګټله. نن په درېیمه یو ورځینۍ سیالي کې پچه افغان لوبډلې وګټله خو غوره یې وبلله چې لومړی زیمبابوې بیټنګ وکړي. د زیمبابوې لوبډلې افغانستان ته ۱۳۶ منډې هدف وټاکه چې د تېرو دوو سیالیو په پرتله ټیټ هدف و.

د تېرو دوو سیالیو خلاف مجیب الرحمان ښه باولینګ وکړ، ده په لسو اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه. راشد خان بیا په ۸ اورونو کې ۳ لوبغاړي وسوځول خو ۳۱ منډې یې ورکړې.  فضل الحق فاروقي په ۸ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې خو ۲ کلیدي لوبغاړي یې وسوځول.

محمدنبي د تېرو دوو سیالیو په شان په دې کې هم ښه وځلېد، په ۸ اورونو کې یې ۲ لوبغاړي یې وسوځول او ۲۱ منډې یې ورکړې. ده ښه بیټنګ هم وکړ. محمد نبي په ۴۷ توپونو ۳۴ منډې وکړې. وروستۍ شپږیزه هم ده ووهله.

فرید احمد تر ټولو لږ منډې ورکړې. ده په ۶ اورونو کې ۹ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه، عظمت الله عمرزي په ۵ اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه. عمرزي نسبتاً ښه بیټنګ هم وکړ. خو په دې سیالۍ کې د افغانستان لپاره تر ټولو ښه بیټنګ کیپتان حشمت الله شهیدي وکړ. ده په ۷۰ توپونو ۳۸ منډې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب