یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد جمهوري حکومت وروستي لوی درستیز غوښتل چې پوځي حکومت اعلان کړي

د جمهوري حکومت وروستي لوی درستیز غوښتل چې پوځي حکومت اعلان کړي

تاند(جمعه، د جوزا ۲۰ مه) د افغانستان د جمهوري نظام د حکومت وروستی لوی درستیز لا هم باور لري چې که یې خبرو ته غوږ نیول شوی وای، طالبان به واک ته نه وای رسېدلي.

دي ډرایف کام خپرونې د جنرال هبت الله علیزي په قول ویلي، سره له دې چې دفاع وزیر او حتي ولسمشر له هیواده وتلي وو، ده نه غوښتل چې طالبانو ته تسلیم شي.

علیزی، چې د ځانګړو عملیاتو قوماندان و، د جمهوري حکومت په وروستیو ورځو کې لوی درستیز وګومارل شو. له لوی درستیزۍ وروسته یې هڅه پیل کړه چې په کابل کې د امریکا د سمندري ځواک د کومانډو اډمیرال ته، چې د امریکايي ځواکونو د امنیتي چارو مسوولیت یې په غاړه درلود، قناعت ورکړي؛ دی پرېږدي چې پوځي حکومت اعلان کړي او په محدود شمېر خو تکړه ځواکونو د افغانستان پاتې ښارونه له طالبانو وساتي.

علیزی وايي، د امریکا د سمندري ځواک اډمیرال پیټر واسلي ته یې وویل:«که پوځي حکومت اعلان کړو، زموږ ملاتړ کوئ؟ زه غواړم چې اعلان یې کړم.»

اوس له هغه مهاله لس میاشتې وروسته جنرال علیزی د میریلنډ په لمنه کې اوسي خو لا هم له خپل هدفه یعني د طالبانو له ځپلو تېر شوی نه دی. دی کرۍ ورځ له پخوانیو افغان جنرالانو او سیاستوالو سره په دې موضوع په خبرو تېروي چې یوه ورځ به نوی حکومت جوړوي.

دی له بیلابیلو رسنیو سره مرکې کوي او په هغه مرکه کې چې له (وار زون) سره یې وکړه، هماغه خبرې یې وکړې چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش جان سوپکو په خپل راپور کې څرګندې کړې دي.

علیزي، په داسې حال کې چې تورې تسبیح یې په لاس کې وې، په دې اړه خبرې کولې چې څرنګه خپل هیواد وژغوري.

جنرال علیزی

دی په یوه بې کرایې کور کې اوسي. دا کور وروسته له دې ورکړل شو چې یو عکس یې د ویرجینیا د پوځي اډې په هغه کمپ کې خپور شو چې افغان کډوالو ته ځانګړی شوی او دی په عکس کې غمجن ښکاري.

دا عکس په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپور شو او ډېرې تبصرې پرې ولیکل شوې.

علیزی د افغانستان د ولسواک حکومت د سقوط ورځ د ۲۰۲۱ کال د اپریل ۱۴ مه بولي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپلو پوځیانو د ایستلو اعلان وکړ.

علیزي د ځانګړو عملیاتي ځواکونو د قوماندان په توګه په کندهار کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو قومانده ورکوله چې بایډن خپله پرېکړه اعلان کړه.

جنرال علیزی وايي، فکر یې نه کاوه چې نړیوال ځواکونه به په دې ډول دوی ته شا اړوي. دی وايي چې په کندهار، هلمند، کندوز او ننګرهار کې یې ځواکونو د طالبانو په وړاندې په جګړه کې ډېر پرمختګونه وکړل خو د امریکا هوايي ځواک یې ملاتړ کاوه. دی وايي هیله یې لرله چې په همدې ډول به طالبان له نورو سیمو هم شا ته کړي خو ناببره امریکا د ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړه او ورسره یوځای یې پر افغان ځواکونو هر ډول مرسته ودروله.

3 COMMENTS

  1. only khalilzad was bad advisor/he give wrong idea to us government.because he got connection with pakistan.
    now afghanistan special haqany network is under control of isi.
    AFGHANS WANT FREE COUNTRY.
    NO RUSSIA/NO AMERICA/NO PAKISTAN/NO CHINA.
    NO IRAN/NO SAUDI/NO INDIA/NO TURKEY/NO TAJIK.ISTAN/UZBAKISTAN
    WE NEED AFGHANISTAN FOR AFGHANS.
    THANK YOU

  2. دنه سری زوی د فاتح طالب مخی ته ودریگی، تاسو رزیلانو ته او وطن فروشانو ته الله پاک سوونه کاله مخکی فرمایلی وو ، چی کفار به مو پر میدان یوازی پریگدی ، او هیس سوک به معاون او کمک کوونکی ونه وینی .
    اوس نو دروایی خله جبون او خاینه، گرزه لوی لکی

  3. ښاغلي پخوانی لوی درستيز داسي بريښي چي دافغانستان له تاريخ نه کومه پته د هغو غازيانو نه درته لګيږي کوم چي خپل اختيار اوواک په خپل وتن کي په خپل لاس کي نيولي اوخپلواکه فيسله يي کړي لکه غازي اکبرخان.
    يا لکه قومندان ودود چي د شورويانوپه وخت کي يي لکه د روسانو غوښتنه قومنداان ودود نه غوښتل ځان يي تر وتن جار او شهيد کړ خو د بادار امر يي د وتن په خاتر ونه مانه.
    ته او تا شانته جنرالان به تل د افغانستان په تاريخ کي لکه څنګه چي ناست يي همداسي سر ټيټي ياديږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب