تاند ( سه شنبه د لیندۍ/ قوس ۲۷) د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۵میلیونه افغانان د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي او په دې نهپوهېږي چې د بل وخت خواړه له کومه کړي.
دغه پروګرام زیاتوي چې دوی په روان ژمي کې له شپږ میلیونه اړمنو سره د مرستې لړۍ پیل کړې ده.
دبلیو اف پي وايي چې په افغانستان کې اړمنو ته د مرستو رسولو لپاره ۷۱۸میلیونه ډالرو ته په بېړني ډول اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې بل لورته اروپايي ټولنه وایي چې دوی به د افغانانو د اقتصادي ودې په هدف ۲۳ میلیونه ډالره مرسته وکړي.
په کابل کې د اروپايي ټولنې پلاوي ویلي، چې د آغاخان بنسټ په مرسته به ۱۹.۸ میلیونه یورو د افغانانو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو، ښځو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د دوی د اقتصادي ځانبسیاینې په ګډون د اقتصادي ثبات په برخه کې ولګول شي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه اتحاديه به د افغانستان له خلکو سره د هر اړخيزې اقتصادي ودې په برخه کې مرسته وکړي څو د بهرنيو بشري مرستو له انحصاره خلاص شي.
د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې له دغو مرستو څخه به څه باندې ۳۴ زره ۲۰۰ کورنۍ په مستقیمه او ۲۹۲ زره ۵۴۴ تنه په غیر مستقیم ډول ګټه پورته کړي.