Homeخبرونهد افغانستان او زمبابوې لوبه د باران له امله بې پایلې شوه

د افغانستان او زمبابوې لوبه د باران له امله بې پایلې شوه

تاند ( سه شنبه د لیندۍ/ قوس ۲۷مه)د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه د باران له امله بې پایلې شوه.

دا لوبه د باران له امله ۲۸ اورونو ته راښکته شوه.

افغان لوبډلې سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

افغان لوبغاړو په ۹.۲ اورونو کې خورا عالي توپ اچونه وکړه او د ۴۴ منډو په بدل کې یې ۵ سیال لوبغاړي اوټ کړل.

عظمت الله عمرزي ۴ او غضنفر یو لوبغاړی سوزولي وو.

د بیاځل باران له امله لومړۍ لوبه بې پایلې شوه.

دوهمه لوبه به د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۹مه او دوهمه لوبه به په ۲۱مه نېټه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...