پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکابل کې د بهرنیو دیپلوماتانو لپاره ځانګړی ښارګوټی جوړېږي

کابل کې د بهرنیو دیپلوماتانو لپاره ځانګړی ښارګوټی جوړېږي

تاند ( سه شنبه د لیندۍ/ قوس ۲۷مه) د طالبانو د حکومت د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، چې د کابل ښار دارالامان سیمه کې یې د بهرنیو ډیپلوماټانو لپاره یې د ښارګوټي جوړولو توپوګرافي سروې ترسره کړه.

یاد وزارت ویلي،چې دغه ښارګوټی د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه ۳۷۱.۵ جريبه ځمکه کې جوړېږي.

دا لومړی ځل دی، چې هېواد کې د بهرنیو ډيپلوماټانو لپاره ښارګوټی جوړېږي.

د دې ښارګوټي د جوړېدو خبر داسې مهال خپرېږي، چې دا مهال دارالامان کې د نېله باغ ښارګوټي د جوړولو چارې هم دوام لري.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي کمېسیون پر ۱۱ بېلابېلو مسایلو پرېکړه کړې

د دې ترڅنګ د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي،چې د مولوي هبة الله په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون ځانګړې غونډه وشوه، چې پکې پر ۱۱ مهمو بېلابېلو مسایلو پرېکړې وشوې.

په دغه غونډه کې پرېکړه شوې، چې د ښاري پلان له مخې دې خلکو ته پخپلو شخصي ځمکو کې ودانیزې چارې اسانه شي.

د بلې پرېکړې له مخې اقتصادي کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې په لویو لارو کې پر دولتي ځمکو ښځو او سړو لپاره جوماتونه، اودس ځایونه، هوټلونه، تیل ټانکونه او د مسافرو د اړتیا وړ ځایونه ودان کړي.

دغه راز د برېښنا، کانونو، غصب شویو ځمکو، روغتیا او ګڼو نورو مسایلو په اړه هم مهمې پرېکړې وشوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...