Homeخبرونهد ګربز و مجیب ژوبلېدو ترڅنګ؛ زمبابوې سره نننۍ لوبه د باران...

د ګربز و مجیب ژوبلېدو ترڅنګ؛ زمبابوې سره نننۍ لوبه د باران له امله ځنډېدلې

تاند ( سه شنبه د لیندۍ/ قوس ۲۷مه) د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه د باران له کبله ځنډېدلې.

په پام کې وه چې دا لوبه نن د کابل پر وخت د غرمې په ۱۲ بجو پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د زمبابوې په پلازمینه هرارې کې د پرله پسې باران له کبله دا لوبه ځنډېدلې ده.

دواړه لوبډلې به دوه نورې یو ورځنۍ سیالۍ د ډسمبر په ۱۹مه او ۲۱مه ترسره کړي.

افغان لوبډلې له دې وړاندې د دریو شل اوره لوبو په لړۍ کې هم زمبابوې ته ۲-۱ ماته ورکړه.

دغه راز افغان کرکټ بورډ د دوه افغان لوبغاړو رحمن الله ګربز او مجیب ځدراڼ د ژوبلېدو خبر ورکړی دی.

کرکټ بورډ لیکلي، چې د ملي لوبډلې پیلیز توپوهونکی رحمن الله ګربز د ورانه عضلې د اوښتو او برېښ له امله د زمبابوې پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو له لوبلړۍ بهر شو.

د ګربز پر ځای به د لوبډلې بل ویکټ ساتونکی، توپوهونکی محمد اسحاق د ۱۸ کسیز نوملړ برخه وي.

همدارنګه د مجیب الرحمن د روغتیایي پروسې او معایناتو وروسته د اړوند ډاکټر له لوري نوموړي ته هم سپارښتنه شوې، ترڅو د تر بشپړې روغتیا او ډاډ پورې د یو ورځنیو لوبو پر مهال دمه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...