Homeخبرونهد هوا له نظره د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه کوم دي؟

د هوا له نظره د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه کوم دي؟

تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) د (IQAir) موسسې د څېړنیز راپور پر اساس، د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه د جنوبي او منځنۍ آسیا په سیمه کې متمرکز دي، چیرې چې د نړۍ ۱۰ تر ټولو ککړ ښارونه موقعیت لري.

۱- بنګله‌دېش په هر متر مکعب ساحه کې د ۷۹.۹ مایکروګرامه معلقو ذراتو په لرلو د دې لیست په سر کې دی، چې دا ککړتیا د روغتیا د نړیوال سازمان تر ټاکل شوي کالني معیار (یعني PM2.5) ۱۵ برابره ډېره ده.

۲- پاکستان په دې لیست کې په دویم ځای کې دی، چې د ککړتیا کچه یې له خوندي معیار څخه ۱۴ برابره لوړه ده. د پاکستان تر ټولو ککړ ښار لاهور دی، ورپسې فیصل اباد او بیا پېښور دی.

۳- ورپسې، هند په درېیم ځای کې دی، چې د PM۲.۵ کچه یې له ټاکل شوي حد څخه لس برابره لوړه ده.

د نړۍ څلور تر ټولو ککړ ښارونه هم په هند کې دي چې په هغو کې د دغه هیواد په شمال ختیځ کې صنعتي ښار بیګوسرای (Begusarai) تر ټولو خراب حالت لري.

تاجکستان او بورکینافاسو په ترتیب د نړۍ په ککړو هیوادونو کې څلورم او پنځم ځای لري، چې د PM۲.۵ کچه یې له خوندي معیار څخه ۹ برابره لوړه ده.

(IQAir) موسسې د ۱۳۴ هیوادونو د هوا د وضعیت معلومات څېړلي خو په دغو هیوادونو کې افغانستان، ایران او یو شمېر نور نه دي شامل ځکه چې دغو هیوادونو د خپلې هوا د کیفیت په اړه معلومات له دې موسسې سره نه دي شریک کړي. کنې د ایران تهران او د افغانستان کابل غالباً د هوا د ککړتیا له نظره د جنوبي اسیا د هیوادونو تر ښارونو وروسته ښايي ډېر ککړ ښارونه وي.

په وروستۍ اوونۍ کې مو له کابل څخه د هوا د ککړتیا له امله د تنفسي ناروغیو په اړه د خلکو ګڼ شکایتونه ترلاسه کړي دي.

تاند ته په کابل کې څو ډاکترانو وویل چې د هغو ناروغانو شمېر نن سبا ډېر شوی چې ناروغي یې د هوا له خرابوالي په تیره بیا دوړو او لوګي سره تړاو لري.

د پاکې هوا له معیار سره ۷ برابر هیوادونه

 استرالیا، استونیا، فنلنډ، آیسلنډ، موریشیس او نیوزیلنډ هغه اووه هیوادونه دي چې توانېدلي معلقې ذرې په هر متر مکعب کې له ۵ مایکروګرامو کښته وساتي.

په راپور کې ویل شوي چې د هوا د ککړتیا مخنیوي یا په هر متر مکعب کې د معلقو ذرو کمولو ته اروپايي هیوادونو نسبتاً ډېر پام کړی او کال په کال یې وضعیت مخ په ښه کېدو دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...